زه لکه د پرخې پر ګل ژوند کوم
چا راسره څه کار دی خپل ژوند کوم
ډېر عمر مې بې له تا تېر کړی دی
ډېر عمر نه وروسته اول ژوند کوم
وتې د حالاتـــــــو له مېــــــچن يـــــــــمه
اوس هم لا د ژرندې پر پل ژوند کوم
غاړې مې دې دين په دنيا بندې وي
بې که ستا له ياده کوم بل ژوند کوم
ښه يم، د پښو ګرد يم، بده نه يمه
بس لکه لېمو کې کجل ژوند کوم
ځانته ګوزاره پکتيانۍ نه کيږي
ځمه له اشنا سره مل ژوند کوم.

حميده پکتيانۍ
٢٠١٠-٠٨-١٨