څوچې دا ستا د سورکو شونډو نبات دغسې وي
زموږ په ملک کې په بس دغه حالات دغسې وي
د سر پناه به راته وایه په کوم ځای کې اخلو
چې بهر اوري سورکی اور او جومات دغسې وي
له داسې ژوند نه به مرګ سل ځله بهتر وګڼم
د پسرلي چې په کې ټول عمر قات دغسې وي
لکه بنګړي د منګل زنې پیغلې هر مازیګر
هسې نه زړه مې چې سبا درنه مات دغسې وي
لکه ډیوې لاندې تیاره عمر دراز مروته
زما جانان هم د دیدن انعامات دغسې وي
24.08.2010
- محمدحنيف حيران
زه لکه د پرخې پر ګل ژوند کومچا راسره څه کار دی خپل ژوند کومډېر عمر مې بې له تا تېر کړی دیډېر عمر نه وروسته اول ژوند کوموتې د حالاتـــــــو له مېــــــچن يـــــــــمهاوس هم لا د ژرندې پر پل ژوند کومغاړې مې دې دين په دنيا بندې ويبې که ستا له ياده کوم بل ژوند کومښه يم، د پښو ګرد يم، بده نه يمهبس لکه لېمو کې کجل ژوند کومځانته ګوزاره پکتيانۍ نه کيږيځمه له اشنا سره مل ژوند...
24.08.2010
- محمدحنيف حيران
کلونه وشول او مودې تېرې شوېها د جنګونو ورځې شپې تېرې شوېپه ما د غم ترخې شېبې تېرې شوېپه تا هم بدې حادثې تېرې شوېموده شوه ډېره چې ورک شوي يو مونږتاته به ياد، که به دې هېر يمه زهرښتيا- رښتيا او دروغ يې دروغ جانانهزما د ذهن په ښايسته کتاب کېنوم دې د زرو په اوبو ليکلى
...