کلونه وشول او مودې تېرې شوې
ها د جنګونو ورځې شپې تېرې شوې
په ما د غم ترخې شېبې تېرې شوې
په تا هم بدې حادثې تېرې شوې
موده شوه ډېره چې ورک شوي يو مونږ
تاته به ياد، که به دې هېر يمه زه
رښتيا- رښتيا او دروغ يې دروغ جانانه
زما د ذهن په ښايسته کتاب کې
نوم دې د زرو په اوبو ليکلى