د ګران او زړه ته راتېر ملګري حنيف حيران په نوم

زما په ښکلي خوب واکداره
مهربانه شوخه ياره
ټول جهان مې درلوګی شه
خدای دې مينه مه کړه خواره

ته شاعر يې ته مين يې
مسافر له خپل وطن يې
زه دې تل پوښتم له ورايه
زه خبر يم چې غمجن يې

ته يې مينې ته مېلمه کړه
زه مې خپل يو روح درلېږم
چې ښه ډېره درنه راوړي
بس  کشتۍ د نوح درلېږم

زه له ښاره ستړی شوی
نور خپل کلي ته درځمه
ستا د ښکلې پاکې مينې
د ياد څلي ته درځمه

زه يې تل غواړم له خدايه
ستا غزل غواړم له خدايه
که يې ډېر راپيرزو کړي
نن يو بل غواړم له خدايه

ماته ستا مينه جنت دی
زما ژوند ستا محبت دی
ته په شرق او زه په غرب يم
خو د زړونو مو قربت دی

څومره ښکلی انځورګر يې
شکر ياره چې شاعر يې
چې ژوندی يم درته ګورم
د ښکلا عجب منظر يې

زه رمې د فکر پيا يم
په شپېلۍ سندرې وايم
ته زما يې کوچۍ مينه
ټوله ورځ دې ځکه ستايم.

غزيز احمد عزيز _ خوست