زه ئي له کاره ويستم د ي د کار نه شو اخير
زړه مي په ښکلو پسي درومي په لار نه شو اخير
په منصوري جزبو ئي نمانځم د هر ښکلي مينه
سر په اوږو لرم د ليچو په دار نه شو اخير
د محبت په نوم د زړه کور کي مې اوسي يو څوک
دغه مکان له دي ښا غلي اوزګار نه شو اخير
وينه مو ګډه ده او مينه مو مثال نه لري
د لر او بر په نفر تونو کي شمار نه شواخير
د لاري سر دي ديوالو نو راته غوږ نيولي
مړوند په ورو ښوروه ګراني ،اظهار، نه شو اخير

مرجان ،اظهار، مانسيهره