حيران صاحب سلامونه!
ستا د غزل په مطلع خپل يو مات ګوډ غزل درلېږم، هيله ده چې خوښ به دې شي.
( ساه پکې راشي او ژوندی شي سړی
چې شي مين ايله سړی شي سړی  )
چې د چا ګل زړګي ته لاره وکړي
د چا د ګل زړګي زړګی شي سړی
چې مينه نه لري او درد نه لري
د ژوند د زړه د سر ازغی شي سړی
چې د ښايست پر ملک دې راج وکړمه
زړه راته وايي چې کرزی شي سړی
وتلی شي د محبت له اودې
که له اودې د ژوند وتی شي سړی
زما د خوږ پرهر غوټۍ پرانيزي
راشي ديدن راکړي سپرلی شي سړی
څنګه د اور له پړاوونو تېر شي
څنګه د چا زړه ته و رتلی شي سړی
د جانان سره خولګۍ او سره اننګي
کله غاټول کله رېدی شي سړی
ولې د کرکې پر ځای زړه باينلي
چې ازغي ږدي، ګل هم کری شي سړی
اجمل د زړه له زور پرېوتی سړی
څنګه د ژوند پر لوړ ختی شي سړی.