ته د ژوندون د دښتې
ګوره او دنګه ونه
لرې له نورو ډېرو
پر خپل قامت راټوله
زه هم د ژوند د لارې
ستړی ستومان مسافر
او پر اوګو مې د ګناه پېټی
ترې لاندې کړوپ کړوپ روان
لرې سېلۍ لرې توپان راروان
زه يم د ژوند سارا کې حق پک حيران
تاته درځم تاته پناه دروړمه
د خپلې ګرانې او زړې ادکې
د خولې دعا دروړمه
چا راته تانه هم ويل
چې زړه مې درنکړم
چرې پناه درنه وړم
د مور دعا درنه وړم
راته يې ويل سړي خوره غوندې ده
په ارواګانو باندې لوبې کوي
په مينانو باندې لوبې کوي
خو زه مجبور يم چې تر تا راغلمه
ها ده توپان د سترګو ديد ښکلوي
اسره مې ستا ده په ژړا راغلمه
اوس نو دا ستا خوښه ده
چې مې توپان ته پرېږدې
زړه دې چې خپله مې خورې
او که پناه راکوې!

٩ مۍ٢٠١٠ ، پېښور