برخمن چې دې له خولې شوم، لېونی شوم
اوس خاوند د پېمانې شوم، لېونی شوم
ما په مينه کې دي دوه بېلاته کړي
نه د ځان، نه د هغې شوم، لېونی شوم
دا منم چې مې له زړه نه وايستله
خو په زړه زرې زرې شوم، لېونی شوم
ته وا پاس سپوږمۍ زما غېږ کې پرته ده
ته وا خان د شېنکۍ شپې شوم، لېونی شوم
چې له زړه مې ستا د مينې لاس ختلی
يو بې درد د زمانې شوم، لېونی شوم
چې مې خيال لفظونه ستا ښايست ته ورکړل
زه شاعر د زمانې شوم، لېونی شوم
ستا اجمل د پرهرونو کور کې اوسم
چې تغمې شومه، نغمې شوم، لېونی شوم.