زه اوس هيلۍ نه ولم
پس له دې ښکار ته نه ځم
بس دی مرغۍ نه ولم
اوس چې اسمان هم وريځ وي
اوس چې د ښکار ورځې وي
زه په بړستن کې پټ شم
لکه ماشوم دغسې
د مور لمن کې پټ شم
بره اسمان نه ګورم
هسې نه بيا مې پر زړه
د مرغو ښکار وګرځي
ټوپک راواخلم لاړ شم
خپلو يارانو سره
له اشنايانو سره
يو څو هيلۍ وولم
ښکلې مرغۍ وولم
نور دا آزار نه اخلم
نه داسې نه کوم نور
ځکه هيلۍ چې ولم
نو ته يادېږې راته
تا چې قسم راکړی
قسم ياديږي راته
نه، داسې کله کوم
نه، داسې نه کوم نور
ځکه چې تا سره قسم پالمه
دا ستا يادونه او ستا غم پالمه
خېر دی که تا کې وفا نشته
جانانه زه دې په يادونو ژوند کومه.
يکشنبه_ 2009-04-12
28.05.2010
- محمدحنيف حيران
برخمن چې دې له خولې شوم، لېونی شوماوس خاوند د پېمانې شوم، لېونی شومما په مينه کې دي دوه بېلاته کړينه د ځان، نه د هغې شوم، لېونی شومدا منم چې مې له زړه نه وايستلهخو په زړه زرې زرې شوم، لېونی شومته وا پاس سپوږمۍ زما غېږ کې پرته دهته وا خان د شېنکۍ شپې شوم، لېونی شومچې له زړه مې ستا د مينې لاس ختلیيو بې درد د زمانې شوم، لېونی شومچې مې خيال لفظونه ستا ښايست ته ورکړلزه شاع...
08.06.2010
- محمدحنيف حيران
ګرځي اوتر لار له شپانه ورکه دهترېنه رمه د ژوندانه ورکه دهځم له هندارو غبارونه څنډميوه تلوسه مې له خپل زړه ورکه دهد سر په بيه يې هم سوله نشوهنوره چاره له پښتانه ورکه دهدا سړی چاته په سجده پرېوزي؟ترېنه قبله چې په لمانځه ورکه دهزه چې بې لارې وم نو ده په لار کړماوس خپله لاره له هغه ورکه دهغل او څښتن دواړه يې لټه کې ديلار کې سيکه بېرته له غله ورکه دهحيرانه خدای خبر چ...