ګرځي اوتر لار له شپانه ورکه ده
ترېنه رمه د ژوندانه ورکه ده
ځم له هندارو غبارونه څنډم
يوه تلوسه مې له خپل زړه ورکه ده
د سر په بيه يې هم سوله نشوه
نوره چاره له پښتانه ورکه ده
دا سړی چاته په سجده پرېوزي؟
ترېنه قبله چې په لمانځه ورکه ده
زه چې بې لارې وم نو ده په لار کړم
اوس خپله لاره له هغه ورکه ده
غل او څښتن دواړه يې لټه کې دي
لار کې سيکه بېرته له غله ورکه ده
حيرانه خدای خبر چې چرته به وي؟
مينه د زړونو له کاله ورکه ده.