ولې به هر وخت ستا تصویر ته ژړیده جانانه
نړۍ ددې اوښکو په راز نه پوهیده جانانه
اوتر اوتر به یې کتل د وخت له وېرې ځنې
غلې د کلي په کوڅو کې تېرېده جانانه
بیا یې د سترګو کټوري له اوښکوډک ښکاریدل
ستا د راتلو په انتظار وه وېرېده جانانه
ستورو یو بل نه تپوسونه د سپوږمۍ چې کول
سپوږمۍ په وريځ کې پټه تله ترې پټېده جانانه
خدای خبر بیا ریبار پیغام کې ورته څه وویل
چې تر سکڼي ماښام یې سترګه رپېده جانانه
په سر سرتوره صداقته چې په مخه راغله
وحشي بادونو وه ترې وړې لوپټه جانانه

استاد عبدالله صداقت،کونړ اسعداباد ښار