له خوراک اوڅښاک نه وروسته جنس د انسان د ژوند يوه مهمه برخه تشکيلوي؛ بلکې که په جنسي توګه يو انسان صحت مند نه وي؛ نو هغه به د رزق په لاسته راوړلو کې هم په پور توګه بريالی نه وي؛ لکه څرنګه چې انسان ډوډۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره يوه اړتيا بولي، همدارنګه که چېرې په انسان باندې که په غير صحي اندا ز کې جنسيت غالب شي؛ نو هغه يې د جبران لپاره دګناه،جرم او زياتي لور ته مايله کيږي، د خوراک او پوښاک لپاره، چې انسان په غير قانوني لارو کوم جرمونه او ګناوې کوي، پر هغې د جنسيت جرم ، ګناه او ستړې زياته وي.
د جنس په اړه بايد زموږ هڅې د ماشومانو د ښې روزنې لپاره داسې ګړندۍ وي؛ لکه څرنګه يې چې د حلال رزق لپاره کوو. موږ نه غواړو، چې زمونږ کوچنيان دې بې کاره او چټل شيان وخوري؛ځکه چې د هغوی د صحت غم راسره وي، همدارنګه بايد د دوی روزنيز، اخلاقي او جنسي نزاکتونه په نظر کې ونيسو او د دوی پالنه داسې په سمه توګه وکړو؛ لکه د صحت غم يې چې کوو، مونږ نه چې خپل ماشومان د جنسيت په اړه پوښتنه وکړي، موږ هغوی ښکنځو او رټو يې. د دوی په ذهن کې هماغه بې ځوابه پوښتنې نورې رېښې هم غزوي، په دې ډول د دوی جنسي او غير فطري هڅې لا پسې ګړندۍ کيږي او يو وخت ارو مرو ګناه ته مرتکب کيږي. د دوی خپل فطري غوښتنې او بدني بدلونونو د دوی عادي ژوند هم بدل کړی وي. دوی په ټولنه کې دا تقليد ډېر ليدلی وي او د جبران لارې چارې يې لټوي.
همدارنګه ذهني پوښتنې او هڅې دوی د بې لارېتوب پر لوري لا ګړندي کوي او په بد اخلاقه ناستو پاستو، نشو او غير اخلاقي فلمونو خپلې غريزې سړوي. موږ له پېړيو پېړيو راهيسې په دې بدګوماني کې ښکېل يو، چې وايو جنس يوه غير مهذبه سکالو( موضوع ) ده او پر دې بحث نه دی پکار. همدارنګه، چې په جنسي توګه په يو ماشوم کې کوم بدلونونه راځي، په دې اړه بايد ماشوم خود مختاره وي، د جنس په اړه بايد خپله روا پرېکړه وکړي او له چانه ونه پوښتي. له بده مرغه، چې موږ په لوی لاس د دوی جرمونه يو په دوه زياتوو. نه دوی ته په دې اړه څه لارښوونه کوو او نه دوی ته دا زړورتيا ورکوو، چې خپلې مسلې رانه وپوښتي.
ژباړې