د درويش دراني د غزل پر ځمکه

څراغونه يې کړي مړۀ او بيا يي پريږدي
غم کړي جوړ په هر کاله او بيا يې پريږدي

ها بې پلاره ماشومان کړي خپلي ميندي
په للو للو ويدۀ او بيا يي پريږدي

خداى دي داسي شپون پيدا کړي چې رمه مو
لږ کړي تېره تر ليوۀ او بيا يې پريږدي

په دي هيله يم ژوندى چې زما په لوري
لږ راپورته کړي باڼۀ او بيايې پريږدي

اى ځونډيه! دا زمونږه  اتلان خو
ازادي راوړي تر ورۀ او بيا يې پريږدي.