ژوند مې څو سلګۍ خو پاتې ترينه ځمه روانيږم
د خپل ذات سره يو كيږم د خپل ځانه جدا كيږم
ستا د سپين رخسار رڼا وه اوس چې نشته نو زه نه يم
د تيارو په تور وجود كې لكه سيورى محوه كيږم
پښه نيولى يم پدې چې ستا د سترګو ديدار غواړم
د ژوندو له هسكه بامه په كرار كرار كوزيږم
عشق دې داسې چارې وكړې له هرڅه نه مې زړه موړ دى
نه له ژوند سره جوړيږم ، نه تر تا پورې رسيږم
د خندا هيڅ وسيله په زړه كې نه لرم سلطانه
لېوني غوندې له سوزه ، پخپل ژوند پورې خنديږم
سلطان احمدزى