تیره شپه مې د ښاغلي سید شاه سقیم د لیمه په نوم ویبلاګ کې د(جلال امرخیل ته پرانیستي لیک )تر عنوان لاندي یو لیک ولوستلو،چې دښاغلې خور ښاپیرۍ له خوا ورته لیکل شوي ؤ . خداي (ج) شته چې د داسي لیک په خپرولو ډیر خفه شوم ، چې زموږ په پښتنه ټولنه کې هم داسي پیغله راپیده شوه ، چې خپلې معشوقې ته پرانستي لیک ولیکې ، او بیا یې انټرنیټ پاڼه کې خپور کړي ،دتعجب وړخبره دي .
زه به لومړې دی خور ته دا ووایم چې که ته په رښتیا پښتنه او د پښتون پلار او مور بچې وی ،او هم په پښتنو کې لویه شوي وي ،نو په پښتنو کې خو یوه پېغله هم داسي نه کوي ،چې خپله مینه دی د میډیا په خوله کې ورکړې،او ټوله دنیا دی پرې خبره شي ، که ته په رښتیا له جلال سره دومره مینه لری،نوجلال تا ډیر په اسانه موندلې شو، او داپرانیستي لیک دی یوا ځې جلال ته هم ورلیږلې شو،چې جلال په دی پوهیدلې وه ،چې ته ورسره مینه لري . بله دا چې جلال خپل ویبلاګ هم لري ، هغه ته به دی داړیکو له لارې ورلیږلې وه ، چې هغه یواځې دا لیک لوستلې وه .
خونه ! ته له جلال سره دومره مینه نه لري ، لکه دا څومره یې چې تا دعوا کړي ،داکاریواځې تا د جلال د رسوائې لپاره کړې ، نه د جلال سره د زیاتې میني له کبله .
جلال دومره عادي سړی نه دی ،چې ته یې په دی چټیاتو لیکلو رسوا کړي ،چا ته چې خداي (ج) عزت ورکړې وې ،هغه ته نه شي بې عزته کوي . جلال ټول پښتنه ښه پیژنې چې څومره فقیر او ملنګ انسان دی ، دجلال عوندې شحصیاتونه خو ډیر کم پیدا کیږې ،او بيا ستا په شان بې احساسه شحص راپاڅې جلال ته پرانیستی لیک لیکې ، او بیا یې په انټرنیټ پاڼه کې خپروي .
دټولو پښتنو او حصوصا د پاک لمنو پښتنو پېغلو رنګ دی بد کړو،زمونږ په پښتنه ټولنه کې یوه پیغله هم دومره جرات نه شې کولې چې خپلې معشوقې ته دی داسي پرانیستي لیک ولیکې ،اوکه ویې هم لیکي ،خوپه انټرنیټ پاڼو کې د خپرولو زړه ورسره نه وي ،خو تا دا ډیر لوی جرات کړي ،چې په انټرنیټ پاڼه کې دی خپور کړي .
بله دا چې که دا لیک کوم نارینه شحص لیکلې وې ، نو زه دی شحص ته دا وایم ، چې ګوره په داسي لیک لیکلو یواځې تا د پښتنو پیغلو له عزت سره جفا کړې ، نه د جلال له شخصیت سره ،ولی دا خپلې پتمنې پښتنې خویندې بدنامه وی . په دی کې تا ته څه ګټه دی ، ګټه تا ته یواځې په ښو لیکنو کې دی ، ته چې دا خپل قلم په بدو لیکنو کاروي ، ولی په ښو لیکنو یې نه کاروي ، چې ګټه درته وکړې .
دچا په شحصیت پورې ملنډې مه وهه ، او بیا د جلال په شان فقیر او ملنګ شخص باندې . دا د ستاسو ډیره غټه اشتباه دی چې کړې مو دي . په هر حال پام کوه چې په راتلونکې کې داسي غلطې درنه تکرار نه شي .
هیله ده چې دسائټونو او ویبلاګونو څښتنان هم په راتلونکې کې داسي لیکني هیوادوالو ته خپرې نه کړي ،چې په هغه کې کوم چاته سپکوی شوي وي ،نور زه خپلې خبري د جلال په هکله د اباسین یوسفزی په یو شعر ختموم .
که زما د شخصیت حدونه ګورې
زما فن زما د فکـــــر ترجمان دی
په درناوي
حمید احساس هالنډ
یادونه : ددی لیکنې جرات مې ځکه کړي ، چې زما د ګران او خوږ ملګرې جلال امرخیل سپکاوی شوی ،او د هغه سپکاوی د ځان سپکاوی بولم .