راليږونکی :sthooray
د راليږونکي پته :stooray@hotmail.com
نيټه : 22-04-2008
غزل: بلېنډه بدرۍ
په ما ای د ا جل لويه ديواله که ورانيږې
زه هسې هم بې څوکه بې وباله که ورانيږې
لږ صبر شه يو څه ځواني ېې پاتې له غربته
بيا خير دی د هر لوري مې مجاله که ورانيږې
انکار دې ېې ځواب وي خير ځواني مې دې هم يوسي
خو يو ځل پرې زړه وکړه بيا مې سواله که ورانيږې
لا رنګ به راوړې سور چې ېې په وينو شې نيک بخته
بيا بريده د ښکلا مې خير دی خاله که ورانیږې
په تا پورې خو ژوند مې دی تړلی نور دې خوښه
زرې زرې به تويه شمه خياله که ورانيږې
چې ساز دې پکې نه کړه دا زمونږ غريبه مينه
پروا مې درته نېشته سور او تاله که ورانيږې
17.07.2010
- محمدحنيف حيران
تیره شپه مې د ښاغلي سید شاه سقیم د لیمه په نوم ویبلاګ کې د(جلال امرخیل ته پرانیستي لیک )تر عنوان لاندي یو لیک ولوستلو،چې دښاغلې خور ښاپیرۍ له خوا ورته لیکل شوي ؤ . خداي (ج) شته چې د داسي لیک په خپرولو ډیر خفه شوم ، چې زموږ په پښتنه ټولنه کې هم داسي پیغله راپیده شوه ، چې خپلې معشوقې ته پرانستي لیک ولیکې ، او بیا یې انټرنیټ پاڼه کې خپور کړي ،دتعجب وړخبره دي .زه به لومړې دی خور ته دا ووایم چې که ته په رښتیا پښتنه او د پښتون پلار او مور بچې وی...
27.07.2010
- محمدحنيف حيران
نېټه: 25.07.2010 13:25
سلامونهد پکتيا په ډاګ کې نومي بلاګ کي د جهاني صاحب په اړه يوه ليکنه خپره شوې چې ( له عبدالباري جهاني سره يومازديګر ) نومېږي. له ليکنې سره د ليکوال نوم نشته، نه پوهېږم چې دا ليکنه د چا ده، د هر چا چې وي هيله ده چې زما سره زما پر ايميل يا موبايل اړيکه ونيسي.په درنښتعبدالنافع همت، کابل...