محمدحنيف حيران
نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.
ادبي ليکنې
رحمان بابا څوک وو؟
راليږونکی : قدر ت الله درمان ټليفونشميره: برېښناليکپته: سرليک: ( رحمان بابا څوک وو؟) نېټه: 21.12.2010 12:54 ( رحمان بابا څوک وو؟)د دې هیڅ صحیح پته نه لګي چې رحمان بابا څوک وو ؟داسې معلومیږي چې رحمان بابا ډیر د ګمنامۍ ژوند تیر کړی دی. ځکه خو د هغوی د ژوند متعلق صحیح حلات معلومیدلی نه شي . او چې څه
په پښتنو کې د رحمان بابا د شاعرۍ تقدس
راليږونکی : قدر ت الله درمان ټليفونشميره: 00966595428926 برېښناليکپته: darman_af@yahoo.com سرليک: ( په پښتنو کې د رحمان بابا د شاعرۍ تقدس) نېټه: 20.12.2010 18:59 ( په پښتنو کې د رحمان بابا د شاعرۍ تقدس)لکه ایرانیان چې د خواجه خافظ په دیوان اکثر پالونه اوباسي . دغه شان پښتانه هم د رحمان بابا په دیو
جلال امرخېل د ناندريز ليک په ځواب کې: حميد احساس، هالنډ
تیره شپه مې د ښاغلي سید شاه سقیم د لیمه په نوم ویبلاګ کې د(جلال امرخیل ته پرانیستي لیک )تر عنوان لاندي یو لیک ولوستلو،چې دښاغلې خور ښاپیرۍ له خوا ورته لیکل شوي ؤ . خداي (ج) شته چې د داسي لیک په خپرولو ډیر خفه شوم ، چې زموږ په پښتنه ټولنه کې هم داسي پیغله راپیده شوه ، چې خپلې معشوقې ته پرانستي لیک ولیکې ، او بیا یې انټرنیټ پاڼه کې خپور کړي ،دتعجب وړخبره دي .زه به لومړې دی خور ته دا ووایم چې که ته په رښتیا پښتنه او د پښتون پلار او مور بچې وی
امېد: هلمند پردېس
هیڅکله یی ماتی نه منله ، خو بیا هم ځان ورته مات ښکاریده. ځان ته یې د تسلۍ حق هم نه ورکولو، ځکه چی د بدن ټول غړی ورته روغ ښکاریدل، دی ځل یې ډیره شدیده زربه خوړلی وه، خو د ده د همیش پشان پخپلو شونډو موسکا خوره وه . ډیر ښه عادت یې درلود ځکه چی هر وخت یی په نورو خوښۍ لورولې وی،خو دی ځل ورته د نورو خوښۍ بلا شوی دی. او اوس د ژوند په ډیر عجیب پړاو کښی موقعیت لری، شاته د مخ ګرځولو یې له عمره عادت نه و، او مخکی تګ ورته د زړه د وینو څڅولو خبره وه ، مګر بیا یی هم په ډیره صبرانه
په زړه پورې معلومات
راليږونکی :عزت اللهد راليږونکي پته :ezat_pinf@yahoo.comنيټه : 08-03-2009سلام حيران صيب!په دې هيله چې روغ او جوړ اوسی، داوار مې د دوو هغه مقدسو ځايونو په اړه کوم ته چې د نړې مسلمانان هر وخت له احترامه سر ټيټوي معلومات را ټول کړي دي چې په لاندې څو تورو کې يې د ستاسو ښاغلي د بلاګ په مټ له ليدونکيو سره شريکوم. مــــــــــــــــــــــــــــــــــــکه معظمه: 1. یو میلیون (1000000) نفر لم
پښتو وېب پاڼو سره بايد همکاري ولرو
له کله چې پښتني ځوانانو خپل دهویت او ژبې دڅرګندېدو لپاره ګامونه اوچت کړي دي ، له هم هغې ورځې پښتو ژبې خپل ځای نظر وپخواته موندلی دی ، داچې په دې اته کلونو کې له کله چې پښتو ویب پاڼې د مزیو پرجال زنګېږي ، ډېري لاس ته راوړنې یې پښتني لیکوالو ته ورکړي ، چې ټوله یې یوه لویه ذخیره د پښتو ژبې لپاره حسابېږي .داچې په تېرو کلونو کې کومې ویب پاڼې ډېري ځلېدلي او چلوونکي یې خوراډېر کارنده او خپل ورځې شپې یې ورته سبا کړي دي ، ډېري به وي ، خو دلته به یې زه دڅوویب پاڼو یادونه وکړم ، چې په د
پلار
هغه وخت چه زه يو خپلواكه بادشاه وم ،او هغه وخت چه ما ته د ګټې او تاوان اهميت نه ومعلوم ،او بلاخره هغه وخت چه ماته دژوند د ستونزو بار نه و راپه شاشوې،د نن ورځې په څير راته ياد دي چه كله به ما دهمزولو سره يو ځای په توی ( خوړ) كې ولمبل كورته به راغلم،پاكې جامې به مې واچولې.سر به مې په تيلو غوړكړ.سترګې به مې هم تورې كړې،بيا به نود بازار څخه زموږکلې ته دراغلې لوې لارې په سر كنياستم .چه ژر مې له خيره پلار له وظيفي څخه راشي او ما وګوري،پلار به مې چه څنګه له وظيفي څخه راغلواو زه به يي ول
د جمعې مبارکې ورځې په اړوند معلومات
٠ د مسلمانانو د رخصتۍ ورځ جمعه ده.٠ تر ټولو ورځو غوره جمعه ده.٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ پيدا شوى دى.٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ جنت ته ننباسل شوى.٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ له جنت څخه ويستل شوى.٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ پيغمبر شوى دى.٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ ځمکې ته راکوز شوى.٠ د ادم(ع) توبه د جمعې په ورځ قبوله شوې ده.٠ د جمعې په ورځ به قيامت وي.٠ د جمعې په ورځ به بندگان له څښتن(ج) سره په لومړي ځل ويني.٠
داستاد روهي وصيت پر ځای شو
ستر استاد، عالم، څېړونكى، كره كتونكى او سياستپوه ارواښاد محمد صديق روهي له نن څخه قابو لس كاله وړاندې په 1375 لمريز كال د ثور په 28 ماښام د دنيا په هغه بل سر (جرمني) كې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وكړه، استاد روهي كه څه هم په داسې يوه ټولنه كې پردېس و، چې د شاعر په اصطلاح ټوله رڼا رڼا او ښكلا ښكلا وه؛ مګر د استاد روح نه وه ورسره تړلې او تر اخره يې ستړى روح پكې دمه نه شو، استاد به تل خپلو ملګرو او دوستانو ته ويل، چې خداى(ج) دې ژر زموږ په هېواد كې سوله په جګړو او بدمرغيو واكمنه كړي، خداى(ج) دې ژر
دوست محمدخان کامل
دا مقاله د اكيډمي ادبيات پاكستان پېښور څانګې له طرفه په 6 مارچ 2006 كې خانهْ فرهنګ ايران پېگښور په تالار كې منعقد شوې دستوره كې اورول شوې وه، كوم چې د ارواښاد دوست محمد خان كامل مومند په ياد كې جوړه شوې وه. د دستورې صدارت ډاكتر شېر زمان تايزي كولو او د خانهْ فرهنګ ډايريكټر محترم مسعود اسلامي صيب او د اكاډيمي ادبيات مشر سيد ولي خيال مومند د كوربه په صفت ناست و (ادار). د پښتو ژبې او ادب په خدمت كې د دوو قبيلو رول لكه د لمر څرګند دى يعنې خټك او مومند په خټكو كې خو خوشال خان خټك او د هغه كورن
د کُرمې سندره
پښتو په ختيزو اريايي ژبو كې يوه پراخه او شتمنه ژبه ده، سندره د پښتو شفاهي ادب يو زوړ صنف دى، ويل كېږي، چې سندره د سيمې د ټولو ژبو مذهب حصه وه. د سندرو په ذريعه به خلكو خپل خدايان خوشحالول. پوهان وايي، چې د پښتو د بګتۍ ريشه مونږ د سنسكريت او د ويدي ژبو په ډېرو كليمو كې موندلى شو. په سنسكريت كې بګهت د زاهد په معنى دى. ساز سرود او سندرې له لرغونې زمانې څخه د عبادت او د خداى نمانځنې يو لازمي جز و؛ نو په دې وجه مونږ د پښتو دې بګتۍ كليمه هم له دغې ريشې سره نژدې بولو. بګهت هغه چاته ويلى شي څ
ښکلا او شاعري
ښكلا د طبيعت د پديدو ټولنيز ژوندانه او بشري فعاليت هغه ځانګړنو ته وايي، چې د انسان په روحي نړۍ كې يوه بې غرضانه مينه، خوښي او د خپلواكۍ احساس راپاروي، چې د يوې ارامې مينې څخه تر زياتو هيجاني احساساتو پورې ټول عواطف پكې شامل وي. كه څه هم، چې د ښكلا په باب زښتې ډېرې ليكنې او شننې شوې دي؛ خو دلته د يو څو علماوو او ښكلا پېژندونكيو نظرونه څرګندوو: ارسطو: د ښكلا اصلي ځانګړتيا ښه قامت او اندام لرل، تناسب او مشخص والى ګڼي. اپلاتون: هګل او كانت ښكلا مانوي او روحي ځانګړتيا ګڼلې. سقر
هو هغه کاروان (وروستۍ برخه)
بېرته خپلې خبرې ته راځم، يوه بله شپه ورسره مېلمه وم، يو هندي فلم، چې وجود يې نوم و، کاروان صاحب راوخيست، اطاق ته چې راغلو، د دوی د خوست يو دوه نور مېلمانه هم راغلل. د ډوډۍ خوړلو نه پس کاروان صاحب کمپيوتر ته سي ډي وردننه کړه، ويل يې ( دا ډېر ښکلی فلم دی، زما ډېر خوښ دی؛ ځکه چې د ددې فلم ستوری (هيرو) خپله شاعر هم د
هو هغه کاروان (لومړۍ برخه)
په ټل ادبي چمن کې دا ځل هم کلنۍ مشاعره وه، زه نوی نوی د شعر ليکلو ډګر ته راوتلی وم. ټولو به ويل: داځل کاروان صاحب هم راځي. ډېر ښه شاعر دی ، دوه کتابونه ( له ماښامه تر ماښامه او له نر ګسه تر نرګسه ) يې هم چاپ دي. د شپې مهال په يوه مېلمستون کې نور ډير شاعران ناست وو، زه هم ورغلم، کور کې مې پلمه وکړه، چې د
د هزاره نړيوالې مشاعرې په لور( يونليک)
د ٢٠٠٧ ميلادي کال د جولای اوومه نېټه د شنبې ورځ وه. د سهار په اووه بجې له کوره ووتم او د پېښور په ګلبهار کې مې د المنصور هوټل ته ځان ورساوه. د هوټل په مخکې دوه بسونه ولاړ وو. يوه سړي ورباندې د رختونو بېنرونه لګول. په يوه بېنر کښل شوي وو( اولنۍ پښتو عالمي مشاعره هزاره) سړي ته مې وويل وروره زه هم غواړم په دې عالمي مشاعره کې
د شعر او شاعري موخې
شك نه شته چې انسان تل آړدى اودخپلې آړتيادلرې كولولپاره تل آنداوهڅه كوي ، ټولنېزنظام يوازې ديوياددوغړوكارنه دى چې ټولوته ئې برابركړې ، هرڅوك بايددټولواوټول ديوه لپاره بايدكاروكړي .شته داسې كسان چې يوازې دځان اوخپل كاله اوكورنۍ په محدودفكركې وې چې اصلاً دايوه ځان غوښتنه ده اوارواپوهان دفكرداډول محدودتيايوه روانې ناروغې بولې .څومره ښه ئې ويلې دى :(( كاركوئ كه ژوندغواړئ ، زيارباسئ كه خوندغواړئ .)) موږ ټول چې دټولنيزنظام غړې يووبايدهڅه اوكاروكړواودځان اونورولپاره دښه اووړخدمت مصدروګرزو
ژور اندونه
له څو ورځو راهيسې د غره په لمن كې يو ځوان ليدل كېده. كله به د ونې سيوري ته، فكرونو سيورى پرې غوړولى و. ځينې وخت به په شنو جلګو كې په ليكلو لګيا و، يا به هم د كورونو په منځ كې ګرځېده. څوك څه پوهېده چې دى به څوك وي او څه به غواړي. د كلي ووړكيو به چې ترې وپوښتل څه كوې؟ په خوږه ژبه به يې ويل: ګرانو! څوك به وي چې څه نه كوي. ووړكيو به وخندل، بيا به يې وپوښتل: موږ هم دا وايو چې كار راوښيه! ده به په موسكا وويل:تاسې غواوې پيايئ، مېږې مړوئ او وزې هم څړځايونو ته ر
طرحي مشاعره
دارواښاد مولوي صاحب خا لص بابا دادبي ټولنې له خوا دپښتوادب ټولو شاعرانو ته خبر ورکول کيږي، چې دارواښاد مولوي صاحب دلاندې شعر په طرحه موږ ته خپل يو غزل يا نظم راوليږي. موږ غواړو چې په همدې ليکه دشاعرانو شعرونه را ټول کړو اود مولوي صاحب دتلپاتې مينې لپاره ترې يوه شعري ټولګه جوړه کړو. همدارنګه په نږدې راتلونکي کې په پېښورکې په همدې طرحه د نوموړې ټولنې له لوري د يوې پرتمينې مشاعرې اهتمام هم نيول شوی دی، چې دکره نيټې اعلان وروسته خپريږي.شعر داسې د
ديارانوکډې ګورته وارپه وارځي
د سليمان غر مجلې د دويمې ګڼې مطالب او ليكنې مو اوډلې، ښاغلي اخلاص يار د پكتيا او نورو ولايتونو د ليكوالو ليكنې او شعرونه راوړي وو. زه هم قصه خوانۍ ته ورغلم، اخلاص يار مې په يوه څلور لارې كې وليد، له روغبړ وروسته مو وپتېيله، چې په يوه هوټل كې كېنو او د مجلې په اړه سره وغږېگو. ښاغلي اخلاص يار راته كړه، چې يو ډېر فرهنګپال ملګرى خان محمد مفتون مې هم راغوښتى دى. لږه شېبه وروسته ښاغلي مفتون زنګ وواهه او هغه مو هم هوټل ته راوغوښت. لوړ قده ځوان و، ږيرې او برېتو يې اوس خط وهلى و؛ خو په وجود ښه غښتلى و
عبدالرحمان باباژوندی دی
په رحمان باندې دا عمر هسې تېر شو لـــــــــكه تېر شي يو ساعت په دا دنياداسې پښتون نر، ښځه، ماشوم او سپين ږيرى به نه وي، چې د رحمان بابا نوم يې نه وي اورېدلى او يا يې هم شعر نه وي زده، ويل كېږي، چې په نړۍ كې په مذهبي او غير مذهبي كتابونو كې يوازې قراّن كريم زيات تلاوت (لوستل) كېږي؛ خو كه ووايو، چې تر قراّن كريم وروسته په ټ
سليمان غرونړېد
دبدرنګی ددېوانوخواوې سړې شوې،دخپلوهوسونوهغه ښاپېرۍ ېې وتښتوله اووترهوله چې دقاف دښاپېريوملکه بلل کېده.ښه شوه چې ددوی دزړونوعقدې سړې شوې،ښه شوه چې هغوګواښونواوننګونوته ېې دعمل پېزارورپه پښوکړ،چې پوره يوکال ېې ستړې ورته ګاللې وې اوخپله ېې هم داوسپنې څپلۍ پسې زړې کړې وې.ددوی نفسونواوضميرونودانه منله چې دسليمان غرپرهسک دې دمينې ګوربت خپل مغرورپروازونه وکړي.په دې يوکال کې ډېريوغوښتل چې له دې شين بڼکي توتي څخه لږلږژبه پرې کړي اوبڼې ترې وباسي،همداسې ېې وکړل؛لکه دکابل بې