دا مقاله د اكيډمي ادبيات پاكستان پېښور څانګې له طرفه په 6 مارچ 2006 كې خانهْ فرهنګ ايران پېگښور په تالار كې منعقد شوې دستوره كې اورول شوې وه، كوم چې د ارواښاد دوست محمد خان كامل مومند په ياد كې جوړه شوې وه. د دستورې صدارت ډاكتر شېر زمان تايزي كولو او د خانهْ فرهنګ ډايريكټر محترم مسعود اسلامي صيب او د اكاډيمي ادبيات مشر سيد ولي خيال مومند د كوربه په صفت ناست و (ادار).
د پښتو ژبې او ادب په خدمت كې د دوو قبيلو رول لكه د لمر څرګند دى يعنې خټك او مومند په خټكو كې خو خوشال خان خټك او د هغه كورنۍ ډېر زيات خدمت كړى دى، ولې د لرې او برې پښتونخوا د ارتل پرتل مومندو د قبيلې غړو ددې ژبې ابياري پخپلو وينو كړې ده؛ لكه پخوا دور كې به په يو نوم  دوه تنه قندر مومند، د پښتو نخوا ټولو كې زيات مقبول، معروف، قادر الكلام او لسان الغيب شاعر عبدالرحمن بابا مومند، د هندي سبك بنسټوال عبدالحميد مومند، وړومبى منظوم تاريخ ليكونكى ريدي خان مومند، معز الدين خان مومند، نجيب مومند، حافظ نظام او څه نور. په موجوده دور كې د اروښاد په شمول وزير صيب محمد ګل خان مومند، صاحبزاده حبيب الرحمن قلندر مومند، صاحبزاده فيض، همېش خليل، ميا سعدالله، كاكا جي صنوبر حسين، خان نيسيم، ډاكتر شېر زمان طايزى، رضا موندى، خواجه محمد سايل، رحيم الهام، اّصف صميم، محمد ګلاب ننګرهاى، بلبل افغان او نور. د هم عصر دور په دې اديبانو كې يو نوم د ارواښاد دوست محمد خان كامل مومند دى، چې په تحقيقي، تاريخ او تنقيد كې لكه د روڼ نمر وپړقېدو او نوم يې په ډېر عزت او درناوي سره اخيستى شي.
د كامل مومند كورنۍ چرته پخوا زمانه كې د باړې مومندو د سيمې نه د پبو سب تحصيل كلي ډاګۍ ته هجرت وكړ، دوه د خاندان جد امجد عنايت الله و د هغه په زامنو كې د يو نوم محمد عارف و، د محمد عارف په درې زامنو كې يو نواب خان نومېده، دده په زامنو كې منصور خان او بيا د منصور خان په زامنو كې يو خان بهادر سلطان محمد خان ايم پي اى و او بل يې محبت خان سينېر جج و. كامل مومند د 1915ز كال د دسمبر د مياشتې په 16 نېټه د پېښور د قاضي خېلو په مالت كې زېږېدلى و، ابتدايي زده كړې يې په پېښور كې ترسره كړې وې، څه وخت يې چې د پلار تبادله وشوه؛ نو بيا يې دلته داخله واخيسته.
نوموړي له اووم يا اتم صنف څخه شاعري پيل كړې وه. كامل صاحب په پښتو، اردو، فارسي، عربي او انګليسي ژبو پوهېده. د عمر په دوران كې يې په دې نورو ژبو هم عبور حاصل و، پرته له دې يې هندكو ژبه هم په روانۍ سره ويلاى شوه، دا ژبه يې په علي ګړ كې د زده كړې په دوران كې د سنسكريت له عالمانو څخه زده كړې وه.
د لسم ټولګي له لوستلو څخه پس ده د پېښور په مشهورې علمي درسګاه اسلاميه كالج كې داخله واخيسته.
په 1934ز كال كې د ايف اى كولو نه پس يې د صوبه سرحد قديم ترين درسګاه ايډورډ كالج پېښو ركې داخله واخيسته. په 1936ز كال كې يې بي اى پاس كړه؛ نو بيا د برصغير پاك و هند مشهورې علمي درسګاه مسلم يونيورسټي علي ګړ ته لاړو.
دا چې قدرت ورته ډېر ښه ذهن او قابليت وركړى و په دې وجه په 1938ز كال كې يې ايم اى فلاسفي او په 1939ز كال كې يې د ايل ايل بي سندونه تر لاسه كړل.
د كامل صاحب په هندوستان كې له نوكرۍ سره طبيعت نه لګېده، همدغه وجه وه، چې د وكالت دنده يې غوره كړه، حالانكې دوى ته د ډېرو ښو ښو دندو وړانديز شوى و.
د 1939ز كال د مى د مياشتې په 23 نېټه د ګريډتو وكيل په حيثيت دده انرولمننټ د ډسټركټ جج پېښور په عدالت كې وشو.
كه دلته د كالم صاحب په ژوند خبرې نورې هم اوږدې كړو، فكر كوم، چې كتابونه به پرې ډك شي؛ خو دده ژوندليك به تكميل ته ونه رسي او بله دا چې حاضرين به هم په تنګ شي؛ نو په همدې خاطر غواړم، چې مختصر شان واقعات يې بيان كړم، كوم چې د ددې لويې هستۍ شايان شان نه دي؛ خو بهر حال د يوسف خريدارانو كې به شمېره وشي.
كامل صاحب يا خو د بوټو او ګلونو ډېر شوقين و او يا د كتابونو او نسخو. نوموړى د كركټ لوبې يو ښه لوبغاړى هم و، يو نه يو څو قولنګي چرګان به يې هم ساتل.
كامل صاحب باندې قدرت يو څو پېرزوينې كړې وې اول خو دا چې څنګه غالب د اردو ژبې غالب وګرځېدو او تر ننه يې سارى او مخى پيدا نه شو، دغه شان كامل هم په تحقيقي، تنقيد او تاريخ كې د پښتو ژبې يو داسې اكيډيميك او ساينسي عالم وګرځېدو، چې د كامليت نسبتي درجه يې حاصله كړه او تر ننه يې مثال پيدا نه شو، درېيمه دا چې د پښتنو په شان سرتېره قوم كې يو داسې شخصيت و، چې په بشپړه توګه غير متنازعه و او ده خپل دا حيثيت د پښتو ژبې د خدمت دپاره استعمال كړ او د كاكاجي صنوبر حسين مومند او امير حمزه خان شينواري په مرسته يې اوس جرګه جوړه كړه او دې جرګې بيا پخپل وخت سره ادب ته د شعوري ودې وركولو او تنقيد عام كولو دپاره چې كوم كوښښونه كړي دي هغه لكه د روڼ لمر ښكاره دي. بله دا چې كامل صاحب پښتو كې د تنقيد او تحقيق كوم بنياد كېښود دا موږ د اردو ژبې له ښو نقادانو او محققينو سره په يو كتار كې ودرولى شو.
په كامل صاحب د قدرت څلورمه پېرزوينه دا وه، چې دى يې د نري رنځ نه صحت ياب كړ او چې صحت يې بيا موند؛ نو خپله ټوله انرژي يې پښتو ژبې ته وقف كړه. هم يې په خوشال خټك يو ښه ګټور كتاب وليكلو او هم يې د رحمان بابا ژوند او تعليمات له تيارو نه رڼا ته راجوت كړل. دده ادبي خدمات د اووم يا تم ټولګي نه پيل مومي او تر مرګه پورې دوام كوي.
دده د كتابونو تفصيل داسې دى:
خوشال خان خټك، اردو نثر تحقيق 1951.
رحمان بابا، پښتو نثر، تحقيق، لومړى چاپ 1958، دويم يې 2005.
كليات خوشال خټك، لومړى چاپ 1952، دويم 1960.
ديوان د سكندر خان خټك، لومړى چاپ 1953: دويم 1958.
په رحمان يو نوى كتاب، مياشتنۍ لار، پېښور اګست 1959.
تاريخ مرصع، تدوين، حاشيې او يادښتونه، 1975.
د رحمان بابا كليات: 1984 (د وهمي صاحب په قول قلندر مومند دې سره خپل نوم انډول كړى دى)، 1930ع تحقيقي 1985.
د فكرونو ډيوې، شاعري، دسمبر 1993.
خمخانه يثرب اردو، فارسي كلام 1978.
On a Foreign Approach of Khoshal 1968.
دغسې ده په مختلفو كتابونو مقدمې هم ليكلې دي، په بېلابېلو رسالو كې يې مقالې وغيره هم تحرير كړې دي او د درس و تدريس په ذريعه يې شعوري خدمت هم كړى دى. هسې خو دده دا هر څه چاپ دي؛ خو د كامل صاحب درې ناچاپ تحريرونه د قلندر مومند په ولقه كې وو، چې تفصيل يې داسې دى:
1_ د رحمان بابا د كلياتو دپاره ليكل شوې سريزه.
2_ د رحمان بابا د ديوان فرهنګ.
3_ شعري ټولګه.
خو قلندر مومند دا درې واړه چاپ نه كړل او دا كتابونه يې همغسې پاتې شول. د قلندر صاحب يوه ناچاپه ليكنه په يوه كتابتون كې پرته ده يعنې Islam or India او دا ما نن نه څو كاله وړاندې په يوه انګرېزي رساله Busy World كې چاپ كړې ده او د قوم امانت مې قوم ته حواله كړو، خداى دې وكړي، چې د قوم دغه نور درې امانتونه هم زر تر زره د چاپ زينت شي.
ارواښاد دوست محمد خان کامل: ميا سهېل انشاء
زموږ دا ستر دانشور په 23 فروري 1981 كې د يوې ناروغۍ نه پس په ليډي ريډنګ روغتون كې وفات شو او په پشونګړو كې د خپلې مور قبر سره خوا كې خاورو ته وسپارل شو. پشونګړو كې د تدفين وجه دا وه، چې د ذاكر حسين يعنې د كامل مومند صاحب د برخوردار په قول د كامل صاحب كلي كې خپل يو عزيز تربور سره طبيعت نه لګېده؛ نو كامل صاحب وصيت وكړو، چې ما به په دې كلي كې نه ښخوئ، يا مې د رحمان بابا هديره كې خاورو ته وسپارئ او يا پشونګړو كې د مور قبر سره دغه وجه ده، چې كامل صاحب د مور قبر سره دفن كړاى شو.