په ټل ادبي چمن کې دا ځل هم کلنۍ مشاعره وه، زه نوی نوی د شعر ليکلو ډګر ته راوتلی وم. ټولو به ويل: داځل کاروان صاحب هم راځي. ډېر ښه شاعر دی ، دوه کتابونه ( له ماښامه تر ماښامه او له نر ګسه تر نرګسه ) يې هم چاپ دي. د شپې مهال په يوه مېلمستون کې نور ډير شاعران ناست وو، زه هم ورغلم، کور کې مې پلمه وکړه، چې د ماماګانوکره ځم. له ځينو کسانو نه مې وپوښتل: کاروان صاحب کوم يو دی؟
_ هغه خو نه دی راغلی.
دا مشاعره خو تېره شوه، کاروان صاحب مې ونه لېده. بله ورځ راديو ته غوږ وم، ښاغلي اباسين يو سفزی غږېده، دخبرو په جريان کې يې د کاروان صاحب دايو بيت ووايه،
تورو سترګو ته دې غلي غلي ګورم
غرنې يمه ګورګورې مې خوراک دي
عمر همداسې تېرېده، کال پس بيا د ټل ادبي چمن کلنۍ مشاعر ه جوړه وه. خبر شوم چې کاروان صاحب مشاعرې ته راځې. دا ځل چې ورغلم، ګورم چې يو ښکلی سړی، چې ګيره يې پاکه خرېلې ده، موسک او خنده روی ځوان د ملګرو په مېنځ کې ناست دی. وړاندې تر دې چې څوک يې راوپېژني، يقين مې راغی چې کاروان صاحب همدا دی. څه مهال چې مشاعره پيل شوه، نوموړي ته ځينو شاعرانو وويل، چې دوی به دريځ ته د مېلمه په صفت ځې ؛ مګر کاروان صاحب وويل چې مشران ناست دي، زه شرمېږم، زه همدلته کوز کېنم. د کاروان صاحب د شعرويلو نوبت راغی، يو اوږد نظم ( شاعرته د ځنګل ليک) يې ولوست، څه مهال چې له دريځ نه راروان شو، ټولو بيا عوښتنه ترې وکړه، يو بل شعر دې هم ووايي، هغسې يې وکړل. ډېر په زړه پورې شعر يې ووايه. له مشاعرې وروسته مې ترې وپوښتل: کاروان صاحب د کوم ځای يې؟ ويل يې: د خوست د تڼو د نريزي دکلي يم.په لومړي ځل مې له کاروان صاحب سره خبرې وکړې.
څه موده پس چې زه پېښور ته لاړم او په بورډ کې مې په يو لابراتور کې کار کاوو، ګورم چې کاروان صاحب ګيره پرېښې ده او کلينک ته رادننه شو. جوړ په خير، خير خو دی کاروان صاحب ( هو دا څه معاينات ډاکتر صاحب راته ليکلي دي، دامې کول، ښه تاسو دلته يئ؟) ويل مې هو. بيا به نو کاروان صاحب کله کله راتلو. زما مينه ورسره ډېره زياته وه. ما به چې شعر ليکلو، ددوی دشعر تر اغېزې لاندې به ډېر وم. تردې چې ملګرو به ګرمولم، ويل به يې چې ته د کاروان صاحب خيالات راپټوې.
قامت ورته حيرانه دنښترو ورکومه
ګوندې چې غزلې مې کاروانې شي
رښتيا هم د دوی د شعر کوچيانۍ پېغلې سره مې ډېره مينه وه، چې زما تر نيمايي زياته شاعري يې نېولې ده. زه به په دې نه پوهيدم، چې فلانکی شاعر دځانګړي سبک خاونددی. يابه ډېرو راته ويل، چې د هر شاعرد شعر دخلقت د سرچينې لوری معلوم وي. داڅه رنګ خبرې دي؟ زه خو له دې خبر يم، چې شاعري يوه الهامي ژبه ده، په خلقت اوسبک يې نه پوهېږم. دا مې هم اوريدلي و، چې هر انسان چې له موره پيدا شي ، شاعر وي؛ خو څوک دخيالاتو اظهار کولی شي اوڅوک نه. ويل يې نا، داسې وي چې د شاعر احساس او فکرپه يوه لوري زيات چورلي، يا يې په شعر کې يوه نوې لاره غوره کړې وي؛ لکه جهاني صاحب، چې تل په شعر کې زولنې شرنګوي. سايل صاحب بيا تل د پسر لي سندرې وايي ( مانه جانان غوښتي سپورو څڼو ته ګلونه پسرليه ) کاروان صاحب له چينارونو، ښاپېريو او کوچيو سره په شعر کې خبرې کوي اوداسې نور...
څه موده وړاندې مې په جلال اباد کې د ښاغليو شپون او دراني په نمانځغونډو کې له سايل صاحب نه دا تاثر وپوښته. په هغه ډېره بده ولګېده، ويل يې: نا دا هسې خبرې دي، ما خو هريو شي او هرې يوې ښکلا ته شعرويلی دی. بيا ما ورته وويل چې : په سيمينار کې دي د صادق ژړک له خولې واورېدل چې ويل يې: دروېش دراني ته خلک دجنګ، شور اوماتم شاعر وايي، دا خبره ناسمه ده او.... سايل صاحب بيا هم په خوله کې خبره راوچه کړه.
خپلې کيسې ته بېرته راځم، لنډه دا چې ما به چې کوچيانی شعر يا نظم ونه ليکه، نه به يې ماته خوند راکاوو اونه به لوستونکيو خوښاوو. وخت تېرېده، څو ځلې کابل ته لاړم، هلته به مې له کاروان صاحب سره هرو مرو کتل . تيلي فون به مې ورته وکړ ( کاروان صاحب غواړم چې درسره ووينم)
_ ښه ده قربان، جار ولازه خو ډېر مصروف هم يم، ټول کارونه د دفتر زما په غاړه دي، ښه ده ښه ده ته راشه.
دفتر ته به چې ورغلم، په ستړي مشي کې به يې ښه په غېږ کې ټينګ کړم، ښکل به يې کړم؛ خو د حرکاتو نه به يې داسې ظاهرېدله، چې کوم ضرور کار لري. لکه کوربه چې مېلمه پرې ډېرې شپې کړې وي او شېبه شېبه خپل ساعت ته ګوري. ما به هم ډېر نه په غذابوو، ژر ژر به مې ترې وپوښتل، ( کاروان صاحب کتاب نه چاپ کوې؟
_ ولا څه به وايم، شعرونه مې ډېر ليکلي دي؛ خو زړه مې اوبه نه پرې څکي.
_ ښه ده کتاب ته دې کوم نوم غوره کړی دی؟
_ ولا زړه مې دی ، چې ( زه منصور د ګل له وار مرم) او يو څو منظومې مې کښلې دي، هغو ته مې زړه دی ، چې ( مورې مورې تږ ی يم) نوم پرې کېږدم.
زه پوی شوم چې ددده په ملګرو کې يو څو داسې کسان دي، چې زړه يې وچ په وچه لووي. ياره کاروان صاحب نه پوهيږو اوس دې په شعر کې هغه نوښت او لوړتيا نشته. ددې لپاره به يې دا دليل راوړ، چې کاروان صاحب غواړي له تراژيدي څخه خپل شعر راباسي، نو چې همداسې يې وکړل،له شعر يې خوند لاړ، اوس يې نوdelet ته مخه کړه. په اصطلاح غواړي عصري شعر وليکي او کاروان د دوی په اند په دې کې پاتې راغلی دی. ما همدا بحث دلته په پېښور کې له ډېرو شاعرانو سره کړی دی. داسې کومه ستونزه نشته، چې کاروان صآحب شعر دې د ددې جوګه نه وي ، چې دوی يې خپور کړي؛ خو تشويق د شاعر ډېره حوصله وچتوي او بې ځايه نيوکه د شاعر ډېر زړه لووي، چې مثال يې د کاروان صاحب ورکولی شو
نور بيا........