نا ځوانه! څنګه ؟ لا س دې نه رپيده ؟
دغه بدرنګه لا س دې نه رپيده ؟
څنګه د ګل څانګه دې ما ته كړله ؟
مړشې بې ننګه لا س دې نه رپيده ؟
تا چې د ګل وينې په لپو څكلې
خونه دې ړنګه لا س دې نه رپيده؟
وړې سلګې دګل دې نه اوريدې ؟
چيغې نا رې دې دګل نه اورېدې؟
دګل په خوله باندې دې لا س ايښى وو
دوا ادې چيغې دې نه ا وريدې ؟
ګوته دې څرنګه ما شې له ورتله ؟
اخ! د هغې چيغې دې نه اوريدې؟
په وينو سره څانګه دې نه ليدله ؟
په وينو سرې چيغې دې نه اوريدې؟
هغه نا زكې او معصومې ګوتې
نا ځوا نه ستا ګريوان ته نه رسيدې
مرګيه تا هم نا ځوانې كړې ده
ددې نا ځوا ن ګريوان ته نه رسيدې ؟
څانګې خولګې دې له سرووينوډكه
خودغه سرې وينې به رنګ راوړې
خداې دې داورلمبوكې وسوځوي
څوك چې دبل خونې له جنګ رواړي
دغه خاموشه فضا وژړوي
زرشي په منډه راشي ټول ملګرو
عطر داوښكوپرې را ووروۍ
په جنا زه دګل را ټول ملګرو
زما په څانګه خاورې مه اړوۍ
زما نرګس زما غاټول ملګرو
ځارشم لمنه درته نيسم خاورې
دانرګسې سترګې چې خاورې نكړې
لكه دموريې كلكه غيږ كې نيسه
پا م! ګلا بې سترګې چې خاورې نكړې
څانګه را شنه كړه څانګه وټوكه
داميوندې سترګې چې خاورې نكړې
**************
ځوانېمرګې څانګې ته چې تل به زموږ په زړونو كې راشنه وي
شرر سا پى