هیڅکله یی ماتی نه منله ، خو بیا هم ځان ورته مات ښکاریده. ځان ته یې د تسلۍ حق هم نه ورکولو، ځکه چی د بدن ټول غړی ورته روغ ښکاریدل، دی ځل یې ډیره شدیده زربه خوړلی وه، خو د ده د همیش پشان پخپلو شونډو موسکا
خوره وه .
ډیر ښه عادت یې درلود ځکه چی هر وخت یی په نورو خوښۍ لورولې وی،خو دی ځل ورته د نورو خوښۍ بلا شوی دی.
او اوس د ژوند په ډیر عجیب پړاو کښی موقعیت لری، شاته د مخ ګرځولو یې له عمره عادت نه و، او مخکی تګ ورته د زړه د وینو څڅولو خبره وه ، مګر بیا یی هم په ډیره صبرانه لهجه د امید جملی پخپلو شونډو زمزمه کولی...

خدای به دی زلفی په لاس راکی
ما ته د کلی ماشومان دوعا کوینه

 

هلمند پردیس داوکراین جمهوریت
د ادیسه ښار