دا رشاد ادبي کره کتنې راتلونکې غونډې د نقد لپاره د سيدجيلاني جلان دغه نظم ټاکل شوې . تاسو هم کولاى شي چې خپل نظر په ليکلې بڼه پرې څرګند کړى . اود لاندې بريښناليک په پته يې تر راتلونکې پنجشنبې (۱۰ غویی ۱۳۸۸ )چې د(۲۰۰۹\\اپریل\\۳۰) نیټې سره سمون خوري راولیږی . ستاسو ليکنې به د نقد په لړ کې د غونډې د سټيج په سر لوستل کيږي .
Jillani_jallan@yahoo.com
husnemubarak@yahoo.com
نجلۍ
تورماښام دى د يو تت څراغ نه لاندې
د ښار واټ کې يوه پيغله ده ولاړه
تور وړوکى شال يې پروت په تورو څڼو
خو له تورکميس يې سپنې مټې وتي
ته وا وړانګې د سپوږمۍ د ونې لاندې
راپريوتي وي د شنو څانګو له منځه
××××
دا نجلۍ ګومان کومه مکتبۍ ده
په ښي لاس کې يې نيولي دوه کتابه
سپينچک مخ ته يې دزړو ژبې توسيږي
پرې باران د ښکلا شوې بې حسابه
يوې بلې خوا ته مخ اړوي داسې
ته وا غره کې چې هوسۍ د ښکاري غږ وي
اوريدلى ترهيدلي ګورې هر خوا
له خوځښت يې راته داسې معلوميږي
چې وعده يې کړې ګل نازک بدن يې
د اور مخي انتظار تبې نيولى
مينتوب يې پيغلتوب ته په ځولۍ کې
د کوم چا د ميني درد دې اچولى
داحساس په سردارو کې يې څوک ګرځي
چې د زړه کعبه يې ټوله پرې بيللې .
××××
ګوره ګوره يو زلمى يې خوا ته راغى
ورنږدې شو ورنږدې شو ورنږدې شو
پرې ور ړنګ شو وا دا څومره شوخ زلمى دى
ترې چاپير يې کړل له غاړې نه لاسونه
ته وا باد کې دببرې ونې څانګې
ور خورې شي د څنګ بلې ونې باندې
××××
اى لاسونه يې د يو بل لاس کې ورکړل
په خندا خندا جوړه د تيارو خوا ته
ور روان دي او ورو ورو په کې ورکيږي
ته وا غبرګ ګلان له يوې څانګې راتوى شي
د ويالې اوبه يې واخلي وړي يې وړي يې
تر هغې چې اخر سترګو نه پنا شي
سيدجيلاني جلان