چې د شبنــــم قتـــــــل له لمـــره ګڼم
خوشبو خو ځکه بختـــــــوره ګــــڼم
خوږه خوږه هره کيســـــه د فـــطرت
د خوږ نبي د خولې (ص) خــــــبره ګڼم
له بې عــــزتــــه لـــــه ذليـــــــله ژونده
مرګ د عزت بيـــــخي بهـــتره ګــــڼم
ستا په ليدو دومره تازه شومــــه زه
چې خپل ژوندون بېرته له سره ګڼم
که په کشمير د جنت سيوری شوی
د سوات ښکلا له پـــېښـــوره ګــــڼم
زه د ملالــــې جنــــسېت نــــــه يادوم
زه يې مړانـــــې بـــانـــدې نــــره ګڼـــم
په ارواګانو زمــــونږ لــــوبــــــې کوي
توره شپه ځـــکه جــــادوګـــــره ګـــڼم
پرخه پر ګل که ګل پر پرخه ښکلی
دواړه تر يوه او بــــله غــــوره ګـــــڼم
زما پر سينداوښکو چې نه شو نرم
ياره ســــوچـــــه دې زړه ډبــــره ګـــڼم
لکه سېپۍ څېرې ګريوان د يتيــــم
زه خو يې اوښــــکه مـــرغلره ګــــــڼم
حيرانه ما کې د عزت څه شــــی دي
د خلـــــکو مـــــينه لـــه هـــــنره ګـــــڼم.
پېښور: ٠٩_ ٠٤ _ ١٥