ته چې لاړ شې په ما جوړلکه محشر شي
روح او تن مې یو له بل نه مرورشي
ولولې دمحبت مې که سړې شوې
پیغلتوب به دې دژمي مازدیګر شي
لاس ګروان يې پرې حیا اومحبت وي
اننګي يې ځکه سره دجنګ ډګر شي
په داغونو کې دزړه به دې راټول کړم
دم ختلي مې حواس ستا په نظر شي
بس ده پړنګ به په ژړا شم دیار خیاله
مسافر ته خو وړه خبره غرشي
ترې نه تاو کړم څادر دتړمو اوښکو
چې مې اور دبیلتون بل دزړه په سر شي
لټپلاندې ټوله شپه لکه لوګی یم
سرې لمبې دمحبت راته بستر شي
نن مې درد دزړه میلمه دی خبر نه یم
چې سبا به يې پړاو دچا پرهر شي
په لمبو دمحبت کې مې در پټ کړه
چې هر داغ مې دزړګي لکه شرر شي
اسویلي به طو فاني کړمه (حسنه)
چې موجونه دښکلا يې راخبر شي


ډاکتر حسن-لندن