راليږونکی :هلمند پردیس
د راليږونکي پته :hemandperdis@yahoo.com
نيټه : 28-04-2009
مسافر مه وژنه خاونده
اخیری سلګۍ کی د وطن ارمان کوینه
پرون می د بینوا په ویبپ پاڼه کښی په دغه سرلیک سترګی ولګیدی چی لیکل شوی و.
[ د شیخ عیسې آل نهیال وحشیانه ویدیو خپره شوه].
ما د دغی ویدیو لیدلو ته ډیره تلوسه شوه ، خو اول می د پاس سرلیک لاندی عنوان باندی نظر تیر کړو . په دغه عنوان کی په یوه افغان کارګر باندی د یوه عربی شهزاده له خوا دیوی وړی غلطی په خاطر غیر انسانی ظلم باندی تفسیره شوی وه.او او بیا می پخپله د ویدیو لیدلو ته مراجعه وکړه او ټول حقیقت می په خپلو سترګو ولیدلو،زړه می ډیر درد کړی دی ، خو څه وکړو انسان ډیر بی وسه وی،خو افغانان خو هر وخت بی وسه ؤ، او بی وسه دی .
که تاریخ ته وګورو په افغانانو باندی هر وخت ظلمونه، ستمونه ، مرګونه تیر شوی دی . او لا اوس هم ورسره لاس اوګیروان دی.
ـ دا ولی افغانان هروخت مجبور، ذلیل او بی وسه قوم وی؟
ـ ولی افغانان دی ښی ورځی څښتن نه شول او نه دی؟
ـ او ولی لا اوس هم افغانان په تورو شپوو کی د ژوند شیبی صبا کوی؟
ـ او ولی په افغانانو هر وخت جنګونه او مصیبتونه ورتپل کیږی؟
او داسی نوری په سلهاو غمیزی دی چی افغانان یی قربانی کیږی.
نن دا هر افغان ته معلومه شوی ده چی دی نړی په هر ګوټ کښی د افغانانو خواخوږې نه شته، اودا چی نن ځینی راته د ورورۍ ټتر ډبوی او زموږ د ملا د کمربند د تړلو دعوا لری دا هم دی هغوی له جملی څخه دی، دا واضح او روښانه خبره ده .
خو زه دی خبری ته حیران یم چی هرکله هم په کوم هیواد کښی انقلاب راغلی دی ، هغی وطن ترقی او پرمختګ کړی دی .مګر په افغانستان کښی چی هر وخت انقلاب رغلی دې، د دی په ځای چی ملک ترقی وکړی او مبت بدلون راشی برعکس ټوله خبره په منفی اړخ راتاویږی.
خلک تباه شی بی عزته شی خونی یې ورانی شې، د احمد او محمود خبره رامنځ ته شی، لیوه ګیدړ شی او ګیدړ زمری شی،عدل او انصاف خپله لمن ټوله کړی، د ظلم او بی انصافی توری څپی په وطن راخوری شی.
د خان عبدالغفار خان(پاچاه) دا خبره رښتیا چی رښتینی ده ده پخپل کتاب کی لیکلی دی ، چی انقلاب یو سیلاب وی چی راشی نو اوده خلک یوسی او ويښ خلک تیری فایده اوچته کړی، په نړی کښی ډیر ځله انقلابونه راغلی دی او د نړی ویښو خلکو تری همیشه ګټه اخیستی ده او پرمختګ یی کړی دی، مګر د افغانانو د خدای مل شی، ځکه چی دوی هر وخت د غفلت په خوب اوده وی دی بل کومک ته سترګی غړوی، خو په حقیقت کی دا کوم کومک نه دی بلکی د افغانانو د غفلت دخوب نه د نه راویښیدو تر ټولو ښه طریقه ده، نن صبا نړی نه غواړی چی په افغانستان کی دی د خیر او خبری سړی پیدا شی، ځکه چی بیا به د دوی غلامی څوک کوی.
او اوس خو د افغانانو سرنویشت دی بی شپونه رمی په شان دی چی شرمښان یی خوری او که ماتوی، اخیر یوه ورځ به داسی راځی چی خدای مکړه نه به بیا افغانستان وی او نه به دی افغان په نامه څوک خلک پیژی، او دټولو علت یواځی خوب دی ، د افغانانو دا نن د موقع ورځ ده چی دا خپل وطن اباد کړی او په پښو یی ودروی، افغانان په اول قدم کی علم او پوهی ته ضرورت لری ، افغانان مینه ، محبت ، وروروالی، عزیزداری، قاموالی،او اتفاق ته اړتیا لری
افغانان هغه وخت بریالی کیدای شی چی د خپل وطن سره مینه او وفا وکړی ، د قام سره وفا وکړی، د خپل کور سره وفا وکړی، او د خپل وطن ابادی ته لاس سره یو کړی نه د بل وطن سوداګرو ته سترګی غړول.
افغانان چی هر وخت ذلیل وی علت بی اتفاقی ده ، افغانانو چی لا تر اوسه ښه ورځ لیدلی نه ده او لا هم په تورو شپو کښی ژوند کوی علت یې بی علمی او ناپوهی ده ، افغانستان چی نه اباديږی یو طرف ته غذاری او بل طرف ته خودغرضی دی هر څوک چی خپل کور ابادولی شی دی بل که خونه هم میراتیږی د ده پری څه، نو دا وجه ده چی افغانان هر وخت د غمیزو قربانی کیږی.
زما د مطلب خبره د یوه افغان مسافر په مرګ راڅرخی ، ایا څوک به دی ده د مرګ تپوس وکړی؟ او که ویې کړی نتیجه به یې څه شې وی؟ دا یوه واقعه نه ده ، محترم کرزی صاحب به په تنها ځان څه وکړی، صرف خپلی اوښکی به به ورته ډالی کړی نور څه کولی شی ځکه چی نور په سلهاو افغانان دننه افغانستان کی بی پرسانه او په وحشیانه ډول مری دی هغی هم څوک د پوښتنی شته؟ او که چا یې تپوس هم کړی دی ، نتیجه یی صرف د بښنی په لفظ ختمه شوی ده مګر تکرار یې لا دوام لری، نو بیا دا چی په یوه خارجی ملک افغان په بی رحمانه ډول قتل شی د هغی به څوک تپوس وکړی، ځکه چی موږ خو اول په خارجی ملک کی سفارت نلرو او که په کوم هیواد کی سفارت لرو هغه سفارت کی بیا افغانان نلرو ،او که چیری په کوم سفارت کی تا او ما افغان هم ولیدو د نر بچی صرف د ځان د پاره کار کوی او د هغه ملک د فیشن او کلتور څخه برخمن وی ، نو له دغه افغان څخه به دی څه توقع وکړی.
مګر زه په اخیر کښی د افغانستان هر وګړی ته دا وایم خوصوصآ هغه افغان ته کوم چی سیاست پوه دی ، کوم چی د عقل او پوهی څښتن دی ، کوم چی د اقتصاد او زور څښتن دی او کوم چی ژورنالیست دی دا یې فرضی وجیبه ګڼم چی دی افغانستان په ترقی او د افغانانو په راویښولو کی پراخه وڼده واخلی ، هر وطن په پوه،هوښیار ، وفادار ، باوجدانه او غیرتی خلکو باندی ابادیږی او په افغانستان کی دا ټول خلک شته خو عملی کار ته ډیر ضرورت دی او دا نن ورځ عملی کار ته اړتیا ده نه دا چی د صبا په انتظار د خزان د باد جوګه شی او افغانستان بیا د او په سر خلی شی.
د ګران افغانستان د جوړیدو په هیله
د ګران افغان د ویښدو په هیله
هلمند (پردیس) داکراین جمهوریت
دادیسه ښار
.