مينه هم سوز لري هم ساز لري
ژوند کې همدا توکي امتياز لري
يوه شېبه مخ نه نقاب لرې کړه
اسلام کې يو نظر جواز لري
يوه مسکا يا يو نظر بانه شي
عجيب کيفيت د عشق اغاز لري
خندا سره په اننګو لاس کېږدي
زما اشنا دا بېل انداز لري
تعريف د حسن به يې داسې وکړم
ملا د هوسۍ سترګې د باز لري
که محبت دنيا په هرنګ ګڼي
خوستانيزي ته لوی اعزاز لري.