ته د رواج په مناره کې ژاړې
ز ه د غربت د غره په سر ولاړ يم

ته د څلورو ديوالو په منځ کې
زه د لمبو پر پيښـور ولاړ يم

ته سوي لوي لکه ، توره غاړه،
زه دې پر ژوند لکه نښتر ولاړ يم

ته لکه ژوبله پښتونخوا خاموشه
زه لکه ژوبل ماهيپر ولاړ يم

ته په ټيکري کې دتڼاکې په څير
زه په لونګۍ کې لکه غر ولاړ يم

ته لکه وينې، وينې عکس دوطن
زه لکه ستړى انځورګر ولاړ يم

ته لکه دښته يې بهار ته ژمنه
زه دې پر سر لکه د لمر ولاړ يم

خوست ښار5-2-2009