دبدرنګی ددېوانوخواوې سړې شوې،دخپلوهوسونوهغه ښاپېرۍ ېې وتښتوله اووترهوله چې دقاف دښاپېريوملکه بلل کېده.ښه شوه چې ددوی دزړونوعقدې سړې شوې،ښه شوه چې هغوګواښونواوننګونوته ېې دعمل پېزارورپه پښوکړ،چې پوره يوکال ېې ستړې ورته ګاللې وې اوخپله ېې هم داوسپنې څپلۍ پسې زړې کړې وې.ددوی نفسونواوضميرونودانه منله چې دسليمان غرپرهسک دې دمينې ګوربت خپل مغرورپروازونه وکړي.
په دې يوکال کې ډېريوغوښتل چې له دې شين بڼکي توتي څخه لږلږژبه پرې کړي اوبڼې ترې وباسي،همداسې ېې وکړل؛لکه دکابل بې ګناه پېغله،وحشيانوېې دحياجامې څيرې څيرې کړې،خپلې جذبې ېې پرې سړې کړې.تردې مهاله چې په ترتړی ژبه ګڼيده،اوس دهغه توتي ژبه په بېخ کې پرې ده.په تېراخرېې پرمرۍ دغضب اوکسات پښه ورکېښوده،اوپه بې رحمانه توګه ېې ساه ترې ويسته؛خوهيڅوک نه وايي چې دپسرلي موربوره شوه اودبوراګانوميراته شوه.نوروبلبلانوېې ېې پرمړينه هيڅ ماتم اواحتجاج ونکړ،ته واټول زاغان دي.
هوپه رښتياهم پريوه ګل يه پسرلی کيږي، داسې ډېرګلان ټوکيدلي،مړاوي شوي اودخزان بادله ځانه سره وړي دي.دالکه دګلونوپاچا ګل ګلاب و؛نوڅۀ ؛ځکه چې هيڅ (سړي)دخپل پټکي په ول کې ونه ټومبه اوهيڅ يوې (پېغلې) خپل وربل پرې ښايسته نکړ.
بوراګان به چمن پريږدي که خبرشي
چې دګلونه ښايسته مخونه هم شته.
دامنوچې له ګلانوسره ازغي وي،دچاچې پرخپل چمن دګل ښکلااوخوشبونه لوريږي،بياچې ګل دبويولواوپه غوږکې دټومبلوپه پلمه شوکوي،دازغيوکرکه ېې په سترګوکې وي اوازغي ترې ګوتې خوري،دابياهغه خلک نه وي،چې له ګل سره ازغي هم ستايي.
ګلونه بې وفادي چاته لاس نه ورکوي
ازغي خوبه دې ونيسې لمن کله نه کله
په هرصورت اوس لږڅه غواړم،چې په واضحوټکيودسليمان غرمجلې دنه خپرېدوپه اړوندڅه ووايم.صالح جان چې څه مهال هوسۍ مجله دروله،موږپه هغوشپوکې له پکتياڅخه دسليمان غرمجلې خپرول پيل کول.ماپه تيلي فون ورته وويل چې ګوره ته نهيلی کېږه مه.منوچې زموږپه پښتنه ټولنه کې داستونزې اوربړې شته،کله ګواښونه اوکله اقتصادي ستونزې.دخدای فضل دی څوک چې ګواښېدل،هغوی خواوس داسې جوړشوي دي چې،(قهردروېش برجان دروېش) ماورته کړه چې موږکومه پانګه ديارانوپه مټ دسليمان غر دخپراوي لپاره تياره کړې ده،هغه به ستاترهوسۍ جارکړو؛خوصالح جان بياهم هغه کيسې راته وکړې چې دهوسۍ دوروستۍ مجلې په سرليکنه کې ېې کړې وې؛خوکورېې ودان موږېې له دې منع نه کړوچې مجله دې چاپ نکړو.دمجلې دخپراوي لارې چارې ېې راوښودې اوخپلې تجربې ېې رانه جارکړې.
موږلومړی ګڼه ١٠٠٠تيراژه چاپ کړه.له هرلوري نه دمبارکي پېغامونه وو.هرچابه دمرستې ډاډراکاوو.همداسې مودويمه اودريمه ګڼه هم چاپ کړه.داطلاعاتواوکولتورپه وزارت کې موثبت کړه.په پکتياکې يوازينۍ مجله وه چې دومره ګڼې ېې چاپ شوې وې؛خوڅه وکړوآه له سوي زړه خيژي.(خپلوپه اوروسوم دپردونه څه ګيله ده)په ټول افغانستان په تېره بياپه پکتياکې داسې سړی هغه که حکومتي چارواکی و،ياغيرحکومتي،پېدانشو،چې موږته ېې شاباسی اوډاډراکړی وای.له ډاډ نه موهم توبه ده؛خوچې زموږ مخه ېې نه وای ډب کړې.هغه تورونه چې پرموږلګېدل،فکرنه کوم چې په جمهوررييس پسې هم څوک داسې ووايي.په دې جمله کې ټول راځي،هغه که والي صاحبان دي اوکه زموږدروستوپاتې ټولنې نورليکوالان اوشاعران دي.موږ ېې نه پرېښودوچې خپل شعارته عملي بڼه ورکړو.تردې چې زموږدغضب اوګيلواوښانوته ېې دفشاردروازې دومره ټيټې کړې چې کوچنی ميږی هم نه شوپرې وتلای.زموږدقهرهغه تورې باراني ورېځې ېې زموږدارمانونوپه اسمان کې ورښت ته پرېنښودې.کاش چې يوې اخرې ټپې ته ېې پريښي وای.
خوبياهم فضل دخدای دی،خپلوهيودوالواوپکتياوالوته موسترګې ټيټې نه دي.خپل ځانونه پړه نه بولو،چې که موږ دخپلې ژبې،فولکوراوادب په لارکې که داوسپنې څپلۍ زړې نکړې،داسې موهم نه دي کړي،چې هيڅ واټن مونه دی وهلی.خپل ځانونه پدې خوشالوو،چې بدرنګه ګناه مونه ده کړې.
ته دخپل دځان له غمه مرې زه دجانان له غمه
ذاهده ستاثواب زماګناه ته چرته رسي
دخدای فضل دی،له اقتصادي پلوه موږدومره خوارنه و،چې مجله مونوره نشوای خپرولای.دګران ورورقاضي انوردې کورودان وي چې يولک لس زره روپۍ ېې له سليمان غرمجلې قربان وې.دبيان ازادي اوپه دې ډيموکرات هيوادکې موږته څوڅوځله ګواښونه شوي و،چې بايدسرليکنې نورې تيزې ونه ليکو.تاسې وګورئ چې موږڅه خپاره کړي دي؟ ددوی بله پلمه داوه چې دامجله خپلواکه نه ده.داچې په پېښورکې چاپ کيږي اوزه هم دلته دافغان مهاجرينوپه يوه پنډغالي کې اوسېږم،هرومروداپه کوم تنظيم پورې تړلې ده،اوددوی په انددمجلې لګښت هم دوی راکوي.دې ته نه ګوري چې په دې کې موږدکومې ډلې څه خپاره کړي دي.دې اودې ته ورته ګواښونوزموږديارانوپه منځ کې درزواچاوو.په يوه بل بې اعتباره شو.دشهرت اونوم کولوناروغي سرايت وکړ.دخدمت کولوفکروالوت.کرارکرارټولنې ته دغلوپه صفت ځيرلواو.....خوزه وايم چې کاش چې يوځل مودزندان تورې تمبې لېدلې وای.بيابه پکتياوالومنلې وه،چې کيسه څه وه؟
زه يوځل بياپه خپلوپکتياوالووروڼوغږ کوم،چې که موږهررنګ حق دخپلې ټولنې دوګړوخوړلی وي،موږورته وايوچې:
دغه مې چاړه دغه مې پړی دی
تاته مې توی وړی واک درکړی دی
خوله دی سره داهم درته وايم،چې دادی نن ېې زه بې له کوم سببه اوګناه تورن کېږم،رټل کېږم اوزماله لاسه اوستاسوله مخې دعلميت دانښان تروړل کيږي،تاسې دې پوه وی،چې دادمارلارشوه.په دې لاره به بياهم تېريږي.زماپه څېربه نوروته هم ټکونه ورکوي.له بده مرغه چې زموږپه خپله ټولنه کې داسې کوم دمګری اوپاړوګرهم نشته،چې ددې ماروده ولري،ياموکوم کس تررنځپوه پورې ورسوي.
په هرصورت وړاندې به ګورو،چې زموږ ددې لولپه ټولنې لپاره څوک مېدان ته رادانګي اوځان ېې دخدمت وړ جوړوي اوعملي قدمونه پورته کوي.
په همدې هيله.
دسليمان غردتړوبازه
الله دې مات مکړه درانه درانه وزرونه..