راليږونکی :عزت الله
د راليږونکي پته :ezat_pinf@yahoo.com
نيټه : 08-03-2009
سلام حيران صيب!
په دې هيله چې روغ او جوړ اوسی،

داوار مې د دوو هغه مقدسو ځايونو په اړه کوم ته چې د نړې مسلمانان هر وخت له احترامه سر ټيټوي معلومات را ټول کړي دي چې په لاندې څو تورو کې يې د ستاسو ښاغلي د بلاګ په مټ له ليدونکيو سره شريکوم.

مــــــــــــــــــــــــــــــــــــکه معظمه:

1. یو میلیون (1000000) نفر لمونځ پکی کولا ئ شي
2. څلور 4 لویې د موټر ننوتولو لپاره دروازې لري
3. یو څلویښت 41 د پیا ده ننوتلو لپاره دروازې لري
4. نهه زره 9000 حما مه او د اوداسه ځا یونه لري
5. دری لکه شپر پنځوس زره 356000 متره مربع مسا حت لري
6. نهه 9 منا رې لري چه هره یوه يې نهه اتیا 89 متره لوړوالئ لري
7. یولس 11 اتو ما تیک ځینې لري


مـــــــــــــــــــــــــــــــــدینه منوره:

1. اووه لکه نفر لمونځ پکې کولائ شي 700000
2. یو اتیا 81 د ننوتلو لپاره دروازې لري
3. لس 10 منا رې لري چې د څلور منا رو لوړوالئ یې دوه اویا 72 متره او د د شپرو 6 منا رو لوړوالئ یې یو سل څلور 104 متره ته رسیدلې دي
4. یو لک پنځه شپیته زره 165000 متره مربع مسا حت لري
5. اتلس 18 ځینې یا نې لیپتونه لري
6. اووه ویشت 27 اتوما ت چتونه لري چه ټوليږي او غځيږي


له ټولو ليدونکيو هيله کوم چې که ددې په اړه کوم نظر او يا نور اضافي معلومات ولري راسره شريک دې يې کړي.
مننه
عزت الله اديب