د راز خبــــــره اشنـــــــا ماته نـــــکړي
ځينې کيســــې سړی هر چاته نکړي
دوی به ګرېوان د وطن څه وګنډي؟
دوی چې ډېوې بلې هوا ته نــــکړي
زه لکه ژوند ترې لاندې شپې تېروم
د ګلو څانګه دې خدای ماته نکړي
د جـــــــــفا ياده مې بـــــې ځايه وکړه
د حق خـبره څوک پاچا ته نـــــکړي
ځان ته چې ګورم دښمن هم ويـنمه
خدای دې د هيچا هم ميراته نکړي
زه يــې يوازې داستـــــا حق ګـــــڼمه
زړه مې حوس ځــــــکه خندا ته نکړي
زه مې پر خاورې ژوندون نه يم خفه
څوک دي چې ګټه له بايلاته نکړي
ياره يو ته يې ګني ډېر ښـــــکلوکي
مســـــــــلماني بې له زکاته نـــــــکړي
حـــــــيرانه څه که دې توبه مــــــاته کړه
څوک دومره سوچ وړې ګناه ته نکړي.
05.03.2009
- محمدحنيف حيران
زمونږ د کلي نه پورې کله چې مې په هغه جګه غونډی خپلې دوه غواګانې چې يوه به يې مونږ خړه او بله به مو يې ښکروره بلله راواړولې نو ما ښکته په هغه شنه دشته کې سترګې خښې کړې وي او له ځانه سره مې په شپيلک کې سنده ويله له سندرې سره سره وړې وړې شګې را اخلم او بله پرې ولم خدای خبر چې د څه شي په اړه سوچونه کوم. خو يو وخت ګورم چې غواګانې مې نورې هم رانه ليرې شوې دي ان تر دې چې زما له سترګو فناه دي ما ويل ځه په کوزه چينه کې به اوبه چکي دا هغه چينه ده چرته چې به ما هر وخت خپل مال ته يخې اوبه ور...
09.03.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :عزت اللهد راليږونکي پته :ezat_pinf@yahoo.comنيټه : 08-03-2009سلام حيران صيب!په دې هيله چې روغ او جوړ اوسی،
داوار مې د دوو هغه مقدسو ځايونو په اړه کوم ته چې د نړې مسلمانان هر وخت له احترامه سر ټيټوي معلومات را ټول کړي دي چې په لاندې څو تورو کې يې د ستاسو ښاغلي د بلاګ په مټ له ليدونکيو سره شريکوم.
مــــــــــــــــــــــــــــــــــــکه معظمه:
1. یو میلیون (1000000) نفر لم...