ستر استاد، عالم، څېړونكى، كره كتونكى او سياستپوه ارواښاد محمد صديق روهي له نن څخه قابو لس كاله وړاندې په 1375 لمريز كال د ثور په 28 ماښام د دنيا په هغه بل سر (جرمني) كې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وكړه، استاد روهي كه څه هم په داسې يوه ټولنه كې پردېس و، چې د شاعر په اصطلاح ټوله رڼا رڼا او ښكلا ښكلا وه؛ مګر د استاد روح نه وه ورسره تړلې او تر اخره يې ستړى روح پكې دمه نه شو، استاد به تل خپلو ملګرو او دوستانو ته ويل، چې خداى(ج) دې ژر زموږ په هېواد كې سوله په جګړو او بدمرغيو واكمنه كړي، خداى(ج) دې ژر زموږ په هېواد كې د سولې نغارې وډنګوي، كاش! چې بيا يو ځل د شاعرانو او فرهنګيانو سره د شعر، څېړنې، كره كتنې... په غونډو كې كېنم؛ خو قسمت كله نه اكثر داسې خواخوږو، سپېڅليو، پر هېواد، خلكو... مَېنو كسانو ارمانونه نه پوره كوي.
دا دنيا همداسې ده، سړى هر وخت همداسې په نيمه لار كې پرېږدي؛ ځكه خو استاد روهي بيا د هېواد د ليدو ارمان د تل لپاره د ځان سره يووړ؛ مګر دا كار يې وكړ، چې خپلو بچيو او كورنۍ ته يې د ژوند په اخرو شېبو كې چې پوه شو، چې نور نو زما او د هېواد ديدن حرام دى وصيت وكړ، چې خير دى زما مړى كه وخت ياري درسره كړه؛ نو د هېواد ژوندۍ خاورې ته يوسئ. درېغه! كه د استاد روهي هغه اولنۍ هيله ترسره شوې واى، نه دا وروستۍ.
او دادى د ارواښاد استاد روهي وصيت ته د عمل جامه ورواغوستل شوه؛ خو دا هم عجيب متصادف و، چې استاد روهي د ثور په 28 د تل لپاره خو دده د مينې "هېواد" په خاوره كې پخپله پلرنۍ د "اڅړو" په هديره كې د خپل پلار او نيكه تر څنګ خاورو ته وسپارل شو، د روان 1385 لمريز كال د ثور په 28 كم او زيات د سهار په اوو بجو د كابل په هوايي ډګر كې د استاد روهي تابوت له الوتكې څخه كښته شو، دده د هركلي لپاره هوايي ډګر ته د 200 په شاوخوا كې فرهنګيان راغلي وو، چې زه به يې محض د بېلګې په توګه د څو كسانو نومونه ياد كړم؛ لكه زلمى هېوادمل، حبيب الله رفيع، نصرالله حافظ، عبدالله بختانى خدمتګار، واحد نظري، اريوبي د علومو اكاډيمۍ غړى، محمد عارف غروال، محمد اّصف صميم، استاد رهنورد زرياب، پير محمد كاروان، اسدالله غضنفر، محمد اسماعيل يون، باز محمد عابد، عبدالغفور لېوال، مير احمد ګوربز.
دلته عبدالله بختاني خدمتګار خبرې وكړې او د ارواښاد استاد روهي د ژوند او كارونو په باب يې رڼا واچوله، د ارواښاد روهي او هغو كسانو لپاره، چې د استاد د جنازې په را انتقال كې يې هڅې كړې وې دعا وكړه، بيا نصرالله حافظ خپل شعر ولوست، چې استاد روهي ته يې ليكلى و، وروسته دعا وشوه او د استاد جنازه د خوست پر لور را راهي شوه. د پكتيا مركز ګردېز كې د پكتيا والي حكيم تڼيوال او نور د ملكي او نظامي ادارو د ښوونځيو شاګردان د استاد هركلي ته راوتلي وو.
حكيم تڼيوال د استاد سره د راغليو مېلمنو او د خوست څخه د راغليو كسانو لپاره ښه په زړه پورې ډوډۍ تياره كړې وه، د استاد روهي تابوت او ورسره كسان د ګردېز دولتي مېلمستون ته لاړل، د استاد روهي پر تابوت باندې د حكيم تڼيوال پر وړاندې د ګلانو ښكلى شال هوار كړاى شو.
استاد محمد صديق روهي
د پكتيا ادبي ټولنې مشر ډاكتر عبدالهادي حماس د استاد لنډ ژوندليك ولوست، د غرمې له ډوډۍ او يو څه دمې وروسته بيا مزل پيل شو، د سټو كنډو څخه راكوز د ځدراڼو په تاريخي او لرغونې دره كې د استاد د هركلي لپاره د ښوونځيو شاګردان، استادان او عامه خلك راوتلي وو، د ښوونځيو شاګردان چې ان پينځه كلن ماشومان هم پكې وو ټكنده او سوځېدونكي لمر ته ولاړ وو، د ګلونو غونچې او دا شعارونه، چې موږ د استاد روهي پاك روح ته د مغفرت غوښتنه كوو. استاد روهي ته جنت الفردوس غواړو، په لاسو كې نيولي وو.
د استاد روهي لپاره دغه ماشومان دومره په تعظيم ولاړ وو، چې سړي به ورته كتل؛ نو زړه به يې راډك شو او له سترګو څخه به يې بې واره اوښكې روانې شوې.
د خوست والي معراج الدين پټان او د نورو ملكي او نظامي ادارو چارواكي، عام خلك د دومندو تر ولسوالۍ ورغلي وو، د مازيګر پينځه بجې د استاد روهي جنازه خپل د "اڅړو" كلي ته، هغه كلي ته، چې استاد پكې دې نړۍ ته سترګې پرانستې وې، هغه كلي ته، هغو كوڅو ته، چې استاد پكې خاپوړې كړې وې او هغه كلي، هغو كوڅو ته، چې استاد پكې له خپلو همزولو سره پټ پټانې او نورې لوبې كړې وې، هغه كلي ته، چې د هغه په جومات او ښوونځي كې استاد د الف، ب څخه خپلې زده كړې پيل كړې وې.
د استاد كلى د "اڅړو" كلى، چې د خوست او ګردېز د لويې لارې تر څنګ پروت دى په دې ورځ دومره خلك راغلي وو، چې كه پښه دې ښويېدلې واى او د نورو د پښو لاندې راغلې واى باور نه كړم، چې رومټ پورته شوى وې او كه خپل د څنګ ملګري درڅخه يو وار خطا شوى واى؛ نو تر سبا پورې دې هم درك نه شو لګولى.
د استاد روهي لپاره دده ښوونځى په نامه نومول شوى. د محمد صديق روهي عالي لېسې د ترانې ګروپ په ترنم سره د استاد لپاره ځانګړې شوې ترانه په لوډسپيكر كې زمزمه كوله، چې ټوله فضا يې سندريزه كوله او د سړي په وجود كې دننه يې احساسات راپارول او يو هيجان يې پكې راوستو، د وخت د كمي په اساس استاد محمد اسماعيل يون د استاد بشپړ ژوندليك ونه لوست، د خوست والي د حامد كرزي پيغام ولوست، د افغانستان د ژورنالستانو د اتحاديې پيغام ولوستل شو.
سر محقق زلمي هېواد د افغانستان د ليكوالو د اتحاديې مشر استاد رهنورد زرياب، د علومو اكاډيمۍ په استازيتوب سر محقق مير احمد ګوربز، د خوست پوهنتون رييس پوهنوال فيض محمد فياض، د خوست پوهنتون د طب پوهنځي استاد ډاكتر محمد عثمان خبرې وكړې، ډاكتر محمد عثمان، چې د استاد تابوت په بسم الله د كلمې په ويلو سره خلاص كړى و هغه معجزه هم حاضرينو ته واوروله، ډاكتر عثمان د سوګند په يادولو سره وويل، چې د استاد په نوراني څېره كې هغه بدلون، چې د انسان د مرګ څخه دولس ساعته وروسته پيل كېږي او "Purification" "تفسخ" د انساجو او حجرو ورته والى، يعنې د انسان د مرګ څخه وروسته، چې په حجرو او انساجو كې كوم تغيير راځي تر اوسه په استاد كې نه دى راغلى، په خداى قسم استاد داسې ښكارېدو؛ لكه همدا يو ساعت وړاندې يې چې ساه وركړې وي، كه وخت يارانه كوله او ځينې نور امنيتي ملحوظات نه وو؛ نو په خداى(ج) تاسې ټولو به زما غوندې د استاد ديدن كړى و، رښتيا هم د وخت د كمي په اساس ډېر درانه فرهنګيان له خبرو څخه پاتې شول، د ويناوالو تر څنګ له كابل څخه دا ښاغلي لكه استاد محمد اّصف صميم، استاد اسدالله غضنفر، عبدالغفور لېوال، باز محمد عابد، پير محمد كاروان، د پكتيا ادبي ټولنې غړي هم راغلي وو.
د استاد روهي مراسم خورا درانه او لوى وو، كه له ما څخه د كوم ويناوال، مېلمنو، يا د كومې علمي، فرهنګي ټولنې پيغام هېر شوى وي هيله ده، چې دا ګناه به مې وبخښئ؛ ځكه چې دغه ورځ د غم او ښادۍ يو رنګين امتزاج و.
د استاد روهي روح دې ښاد او ياد دې تلپاتې وي.