ځكه خو هټلر هغه ورځې يادوي او وايي، چې (د هغو ورځو غربت او بې وسي او د روزګار د غم زغمل اوس هم راكې يوه حيرانوونكې قوه پيدا كوي) دا ځكه چې مصور جوړېدل د تنكۍ ځوانۍ هغه خوب و، چې تر ډېره دده په سترګو كې و. په ويانا كې خلك د اّرټ ډېر خوښوونكي وو؛ ځكه خو به د هټلر تصويرونه په ډېره ښه بيه او ډېر زر خرڅېدل، چې هټلر به پكې نه يوازې پيسې ګټلې؛ بلكې ډېر تعريفي او توصيفي ټكي به يې هم ګڼل.
اوسني رابرسېره شوي تصويرونه هماغه د تېر مهال تصويرونه دي، كه په غور ورته وكتل شي؛ نو يوه كليسا له درو مختلفو زاويو په يو داسې زړه راښكونكي انداز كې رسم كړې ده، چې له پاسه پرې د كېمرې د سترګې نه د اخيستل شوي تصوير ګومان كېږي. ددې عمارت يانې بلډينګ منارې، كړكۍ، دروازې او برنډې او پرې له پاسه د لمر پرتې وړانګې په ډېر حيرانوونكي انداز كې اچول شوې دي. كېداى شي، چې دا هم د هټلر د زړه پورې يوه تصوير نمونه وي؛ ځكه خو دى په دې باره كې وايي: (A Painting With Photographic Exactitude).
د ايران په موزېم كې ميندل شوى تصوير بېخي زړه راښكونكى دى، په دې تصوير كې د ويانا د پخواني طرز په بازار كې ساه اخيستونكي زندګي، د انسانانو راشه درشه، راكړه وركړه، د پخواني طرز بګۍ او ورسره نور جزييات پر كينوس باندې داسې كښل شوي دي، چې پرې د واقعي روانې زندګۍ ګومان كېږي، دا تصوير په 1911 كې كښل شوى دى، چې هټلر به هماغه د شلو او دوه ويشتو كالو و.
د هټلر د تصويرونو په باره كې د پاكستان يوه نوميالۍ مصوره غزاله سرفراز وايي: "د يو مصور په حيثيت د هټلر تعلق د اّرټ ريالېزم سكول اّف تاټ نه و". هغه ډېر كار په لېنډسكيپ اركيټكچر كې كړى دى.
مثلاً د يوې كليسا تصوير موږ ګورو، چې په يو داسې مهارت سره اخيستل شوى دى، چې كه يو نظر هم ورته وګورو؛ نو ډېره په اسانه معلومولاى شو، چې تصوير د ورځې په كوم مهال كې اخيستل شوى دى، مثلاً زه چې د كوم تصوير يادونه كوم هغه داسې ښكاري، چې په مازيګر كې اخيستل شوى دى؛ ځكه چې د مازيګر نازك لمر او پرېوتونكى سيورى يې ډېرې په اسانۍ ليدلاى شو، چې دا د يو تجربه كار مصور هنر وي.
دغه رنګ يو بل تصوير، چې د ويانا د بازار يو منظر يې په كينوس راكښلى دى، ددې تصوير خوبي ددې مخصوص چاپېريال دى د لمر رڼا د خلكو او عمارتونو شكل بېخي حقيقي ليدل كېږي؛ خو دې ټولو تصويرونو ته كه وكتل شي؛ نو داسې ښكاري، چې ددې جوړوونكى به څومره حساس، نرم دل او د انساني جذباتو حقيقي ترجمان وي.
د هټلر د تصويرونو په باره كې ارټسټ مريم ارشد وايي، چې تصويرونو ته په ليدو سره معلومېږي، چې هټلر څومره منلى ارټسټ و؛ ځكه چې ده د څومره مشكل رنګ انتخاب كړى دى او بله دا چې معلومېږي، چې د هټلر له پخوانيو اقدارو او رواياتو سره څومره مينه وه او بله خبره داده، چې د هټلر په نقاشۍ كې د فرانسوي مصور وين ګاف او سيزيني (Cezanne) د ريالېزم ژورې نښې او ورسره د پسارو (Pica Row) د مصورۍ رڼا د هټلر په مصورۍ كې ښكاري؛ نو كه ددې تصويرونو مصور پخپله هټلر وي د يو جابرانه شخصيت سره د يو ډېر نرم زړه لرونكى حساس ارټسټ څنګه وه او داسې كومې محرومتياوې وې، چې دومره حساس مصور نه يې يو ديكتاتور جوړ كړ؟
ويل كېږي، چې هټلر د خپلې مور سره ډېره مينه لرله او داسې وايي، چې د يو سخت زړي پلار په پرتله يوې نرم زړې مور ډېر متاثره كړى و؛ خو ويل كېږي، چې دده د خپلې مور سره دومره مينه وه، چې د هغې له مړينې وروسته يې د هغې تصوير د ځان سره ګرځاوه، تر دې چې د ايوابراون سره د ځان وژنې په وخت كې يې هم د مور تصوير په لاس كې و.
خو جالبه داده، چې د خپل وخت "سخت زړى" انسان هم خپل ځان د محبت له توپاني څپو نه ونه ساتل شو او پخپل ژوند كې يې ډېرې مينې كړې، چې لومړۍ مينه يې د خپلې خور د بنزې سره وكړه، چې ګيلي رابيل نومېده او له هټلر نه شل كاله كشره وه. د زرينو وېښتو، شنو سترګو او زړه راښكونكې موسكا مالكې ګيلي رابيل په اول نظر د هټلر په زړه قبضه وكړه، ډېره يې د هټلر زندګي متاثره كړه، ان چې ده به د دولت له مصروفيتونو نه ځان وزګار كړ او ګيلي به يې د ځان سره شاپنګ (سودا) ته بوتله او ويل كېږي، چې دده ډرايور اېمل مورسيمو سره د ګيلي اړيكې دده په نظر مشكوكې شولې؛ نو ډرايور يې وواژه.
د هټلر د اجازې نه بغير به يو قدم هم ګيلي بهر نه كېښوده، چې بالاخره همدا وجه وه، چې د دوى تر منځ اړيكې خرابې شوې، ګيلي ځان وواژه؛ خو هټلر وايي، چې دده په ژوند كې ګيلي يوازېنۍ نجلۍ وه، چې دده په رښتيا ډېره خوښېده.
د ګيلي له مړينې وروسته هټلر د غوښې خوړل پرېښودل او ويل به يې، چې ماته د خپلې محبوبې مړى مخې ته ودرېږي؛ خو ګيلي يې د ژوند تر اخره په غرېو نيولي اواز يادوله.
د ګيلي له مړينې وروسته هټلر د يو بل ښايست په جال كې ګېر شو، چې دا ايوابراون نومېده او د هټلر د شخصي فوټوكرافۍ كاركوونكې وه، په دې وخت كې هټلر څلوېښت كلن او براون اولس كلنه وه، د هټلر مينه د براون سره دومره زياته شوه، چې يوه دقيقه به يې هم له ځان نه نه جلا كوله، چې د خپل مرګ نه څه موده وړاندې يې ورسره واده وكړ.
هټلر، چې كله د ځانوژنې پرېكړه وكړه؛ نو هغې ته يې دا واك وركړ، چې هغه ځوانه ده بل واده هم دده له مړينې وروسته كولاى شي؛ خو براون له ده سره مرګ په يو ځاى خوښ كړ، چې دا رنګه دوه ژوندي مېنان د مرګ په غېږه كې هم يو ځاى شول.
دا رنګه هټلر د نورو ښځو سره مينې كړې دي، په ځانګړي ډول يې فلمي لوبغاړې ډېرې خوښېدې؛ خو اداكاره رينټي ميول (Renate Mule) د هټلر د بې وفايۍ نه تنګه شوه او له كړكۍ نه يې ځان وغورځاوه او مړه شوه.
هټلر د هرې جرمنۍ ښځې يو اّيډيل و؛ خو جالبه داده، چې د هټلر لوافيرز يانې د محبت معاملې نازي پوځونو په راز كې ساتلې او عوامو ته يې د خپل قهرمان دا رنګه عكس نه ورښوده.
كه چېرې دده د محبتونو څېړنه وكړو؛ نو ليدل كېږي، چې دده ټولې ملګرې (ګرل فريندز) يې د فنون لطيفه سره اړيكې لرلې، مثلاً ګيلي د موسيقۍ زده كوونكې وه، چې پخپلو مخروطي ګوتو به يې باجه وهله او هټلر به يې په خوند نه مړېده، 17 كلنه ايوا براون فوټوګرافره وه، چې ددې فوټوګرافي به د هټلر ډېره خوښېده او اينټي ميول يوه اداره، چې ددې فلمي كردار ته به هټلر په ډېر درانه نظر كتل او ددې په كار به يې دومره ژور بحث كاوه؛ لكه پخپله چې سړى ادار كار وي.
كه له يوې خوا هټلر د فنون لطيفه په هر شاخ دومره مېن و، چې ښكارېده به، چې هم ددې شاخ مسلكي دى، يا يو دومره كامياب مصور و؛ نو دا څرنګه حالات وو، چې د دومره نرم زړي انسان زړه يې لكه د كاڼي كړ، چې نن د وحشت يو بې مثاله نوم دى، زړه دلته د يو ژور تذبذب ښكار كېږي، چې كه چېرې د يو حساس مصور زړه، چې دده دا ارمان و، چې دنيايي د يو انځورګر په نوم ياد كړي، د يو نقاش په نوم يې وپېژني، څرنګه بدل شو؟ او يا دا رښتيا هغه هټلر دى، چې نن يې نړۍ د ظلم او جبر نښان بولي؟