نــــــوم      : سيدموسى
تخلص       : مجروح
د پلارنوم    : بسم الله
د نيکه نوم   : فضل الرحمن
زده کړه      : تردوولسم  ټولګي پورې
ولايت        : خوست
ولسوالي     : ټني
کلى           : صحرا
قـوم           :  ټنى

چاپ شوي اثار :  نه لري
نــــاچاپ  اثـار :  تر( ٦٠٠ ) پورې شعرونه او پينځه لنډې کيسې
                       
                         څلوريزې
زنځير خو تل تــــــر تله د زمري غاړې ته ځي
پــــه خداى چې مې لاسونه د لالي غاړې ته ځي
کـــــه هر څو مې شړې اشنا لــــه دره بيا درځم
لاسونه خو چې مات شي نو حتمي غاړې ته ځي
×××××            ×××××              ×××××

ټوپــــــک مــــې روغ دى چاترې ستن وړې ده
پـــــــــــرون خو وه چېرتـــــــه يې نن وړې ده
افــــغــــــانستان يـــــــم کــــــــه شلېدلى کميس
چا تـــــــــرې لستوڼى چـــــــــــا لمن وړ ې  ده

نـــــوم       : سيدالرحمن
تخلص       : بېمار
د پلارنـوم   : بسم الله خان
د نيکه نوم  : فضل الرحمن
زوکړه       : ١٣٦٤ لېږديز لمريز کال
ولايت        : خوست
ولسوالي     : تڼي
کلى           : درګى
قـوم           : تڼى

چاپ شوي اثار  : نه لري
نــاچاپ اثـــــار : د شعرونو يوه ټولګه
           
                        وړانګين اسمان
مقصد مې ته يې ته يې او ارمــــــان مې ته يې ته يې
پـــــه خپله را ته درد او هم  درمان مې ته يې تـه يې
نـــــو څنګه به زه ځان وايـه د تــــا لـه ځانه بېل کړم
اروا مې اشنا  تـــــــه يې تمام ځــان مې ته يې تـه يې
لـــــه اصله مې بدن دغــــه د ستا د نور غبرګون دى
دا ځکــــــه  مې د لبر يې  او جانـان  مې ته يې ته يې
زمـــــــا کړنې او نـــــــا کړنې واړه ستا په اراده دي
ضمير مې ښکليه تــــه يې او وجدان مې ته يې ته يې
يقين لــــــرم  د حسن يــــــــوه لويــــــــــه جزيره يې
سپوږمۍ دتورو شپو وړانګين اسمان مې ته يې ته يې
دا زمــــــا بدن دستــــــا د لوى بـــــــــدن يوه ذره  ده
نو ځکـــــه عقيده او هــــــم ايمان مې تـــــه يې ته يې
هــــــو ښکليه زړونه اخلې او هم ښکليه زړونه ساتې
پــــــه خوى د کافـــر ته، هم مسلمان مې ته يې ته يې
زمـــــا د سندريـــــــزو اسوېليو مجموعــــــه يــــــې
پــــــــه ځاى ده، چې ټپه  او يا قربان مې ته يې ته يې
چې ليـــکم د ښــــــکلا او د الفت پـــــــــه اړه کرښې
دې هسې هرمضمون سرليک عنوان مې ته يې ته يې

نـــــوم       : جلال
تخلص       : خپلواک
دپلارنوم     : ظاهرالدين لښکر
زوکــړه     : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه     :  تر اتم ټولګي پورې
ولايت        : خوست
ولسوالي     :  درګى
کلى          : د مدرسې صحرا
قوم           : تڼى

چاپ شوي اثار : (  ښکار په نېزه کې ) شعري ټولګه
نــا چاپ اثــــار:  ( په  نثر کې سندرې ) ادبي ټوټې
                 
                       سوال کوم الله
چې د خپل خيال  لــــــه مسافــرو سره درشمه زۀ
جانــــانه زړۀ تــــــه د ملګـــــرو سره درشمه زۀ
لــه خپل وجود نه در روان شم ستا د در په لوري
ستــــــا د يــــــادونو د عسکـــرو سره درشمه زۀ
د تـــــا کاږۀ- کاږۀ بـــــــاڼه  را سره مرسته کوي
پـــــــه نيمه شپــــــه د زور ورو سره درشمه زۀ
دا درتـــــه سوال کوم الله چې د محشر پـــه ميدان
د خپل ولس د شملـــــه ورو سره در شمـــــــه زۀ
چې تاراکړى ستا(  جلال )را سره خلاص شي اشنا
بېرتـــــه بـــــــه  تاته د سوالګرو سره درشمه زۀ
نـــــوم       : ضياالدين
تخلص       : لښکر
دپلارنوم     : ظاهرالدين لښکر
زوکــړه     : ١٣٦١ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د اتم ټولګي زده کوونکى
ولايت        :  خوست
ولسوالي     : درګى
کلى           : د مدرسې صحرا
قوم            : تڼى

چاپ شوي اثار: نه لري
نـــا چاپ اثــار: نېږدې تر ( ٥٥٠ )  پورې د غزلونو يوه ټولګه
            
                    د مازيګر تصوير
مـــــا که د دېو ککرۍ را نه وړه تا هم را نه وړه
وبښه ګرانـــــه دا ولس کې هېچا هــــم رانـه وړه
دا هـــم منم چې ډېر مومات کړل د دښمن سرونه
خو مــــګر دلته ازادي موږه بيا هـــــم رانـه وړه
زمــــوږ کعبه چې پـــه هجوم کې د تيـارو ډوبېده
هېڅ مسلمان ورتـــه يوه لپه رڼا هــــــم رانـه وړه
چې مــــوږ بـــه تل پکې تصوير د مازيګـر لټاوۀ
هغه د لمر سترګه نن خدايږو صبا هــم رانـه وړه
ما چې د زهـــرو پياله غوښته  هرهـر چا راوړله
مــــاچې د ژونـد پيمانه غوښته اشنا هـم رانه وړه
لښـــــکر د ژڼيو تېرېده د جنګ  سنګـر ته ورتلل
خو ورته ښکلو تش په شونډو دوعا هـم رانه وړه

نـــــوم       : انورخان
تخلص       : انوري
دپلارنوم     : نسيم خان
زوکــړه     : ١٣٥٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه     :  تر اتم ټولګي پورې
ولايت        :  خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل  او مندوزي
کلى           : اورزۀ
قوم            : لېونخېل

چاپ شوي اثار  : نه لري
نــــا چاپ اثــار :  يوه  شعري ټولګه.
                  
                     د پکتيا خاوره
لـــــه شهيد نــــــه مــــــــود چا شهيد بهتر دى
کــــــــه چا ووې چــــــې بهتر دى هغه نر دى
چې شهيد مو مرګ خوښ کړى ژوندون نه دى
خو ساتلى يې د هــــــر افــــــغــــان سنګر دى
د ميوند شهيده دومـــــــره غــــرور مــــه کړه
د مېلن شهيد لــــــــه تــــــا نـــــــه زورور دى
ديـــــــزيد ظالــم پـــــــــــه تېغ دى شهيد شوى
چا پټ  کړى پــــــــه دوه ګوتــــــو کله لمردى
غليمان دي چـــــار چا پېره څوک او څوک دي
يـــــــو غليم  دى چې تـــــر ټولو هم  بدتر دى
د پکتيا خــــــاوره تـــــر ټولــــــو قيمتـــــي ده
هـــــر يـو کــاڼى يې ياقوت دى لعل ،ګوهر دى
هسکې غـــــــاړې لـــــــــه غروره ډکې پېغلې
پـــــــه ملالو مــــــو ګلرنګه هــــــر ګودر دى
ارمــــــــانونــــــه به مـــــو څنګه څنګه کيږي
زۀ (انــــــور) يـــــم نــــــا خبره خداى خبر دى

نـــــوم       : طالب
تخلص       : منګل
دپلارنوم     : الحاج حکيم
زوکــړه     :  ١٣٦٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت        :  خوست
ولسوالي     : مرکز - متون
کلى           :  غړو مبى

                        پور وړى
مطربه څنګه غلى ناست يې ولې شرنګ نــــه ښکاري
لــه ډېره وخته ډېـــــوه بله ده پتنګ نـــــــه ښـــــکاري
زه لــــــه واده راغلى نــــــــه يم له جونــــګړې راغلم
د زړۀ پـــه وينومې دي سره په لاس اترنګ نه ښکاري
جانـــانــــه دغه سړى څوک دى چې ويده پــــه وريښم
په دغه ښار کې خو د چالاندې پالنګ نـــــه ښــــکاري
دا درتــــه  سوال کوم چې  دا ځل ته په سولــــه ورشه
توره کنګل درسره مــه وړه کار د جنګ نــــه ښکاري
د ( طالب ) غــــږ کوي زنځير چې دروازې شرنګــوي
دى بـــــه ضرور وي پـور وړى چې ملنګ نه ښکاري

نــــوم         : کريم الله
تخلص        : مشکور حيدرخېل
دپلارنوم     : ګل احمدزى
زوکــړه      : ١٣٦٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د خوست پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د دويم کال محصل
ولايت        :  خوست
ولسوالي      : اسمعيل خېل او  مندوزي
کلى           : ډاګونه

چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
                     
                               مينه
په ما او تــــــــا دې دا فاني دنيا خداى تنګه نه کړي
زمــــــوږ د چم خلک خبره بې له جنګه نــــه کړي
چې  هـــــر ظالم تجاوزګر تــــه يې ځواب ورکړي
هېڅ يو افغان مو دې ملګرو خداى بې ننګه نه کړي
چې زموږ چم يې په سندرو بــــــــــاندې تود ساتلى
هغه نجلۍ دې خداى په ژبه باندې ګونګه  نـــه کړي
موږه د خداى در کې همېش دغه يو سوال کړى دى
پښتنه پېغله خو دې خداى چېرې ملنګه نـــــــه کړي
ستا د( مشکور)ځواني دې واړه دچينجوخوراک شي
خو ستا ځواني دې خداى يــوه ذره  بدرنګه نه کړي