ستا د مغرور حُسن مهال نشـــــــته
زما د مينې هيـــــــڅ ذوال نشــــــــته
منم د حُســــــــن دې مـــــثال نــــشته
خو په غرور کې دې هم سيال نشته
اسمان کې ستوري ځکه نه ښکاري
چې ستا په غونډه زنه خال نشـــــته
رقيــــبه خيــــــــر دی ته غلی کېــــــنه
زموږ په مېنځ کې هيڅ جنجال نشته
زما د حال پوښــــــــــتنه څه له کوې؟
له تانه پرته مې هيــــڅ حال نــــــشته
ديموکراسي مو پښتو هم لوټ کړه
زما لونګۍ نشته ستا شال نــــشته
ورېځـــــــې راځي د زلفو ټــال ته دې
وشـــــــو باران د بوډۍ ټال نشــــــــته
سپوږمۍ يوه ستوري بلا ســـتوري
د بچ کېدو يې هيــڅ مجال نشتــــــه
حـــــيرانه يـــــويې وړ چې چـــــا يووړ
دلتـــــه د زړونو بيــــــت المال نشته.
02.12.2007
- محمدحنيف حيران
نــــــوم : سيدموسى تخلص : مجروحد پلارنوم : بسم الله د نيکه نوم : فضل الرحمنزده کړه : تردوولسم ټولګي پورېولايت : خوستولسوالي : ټنيکلى : صحراقـوم :&...
11.12.2007
- محمدحنيف حيران
مينې درته وتـــــړلم، ستــــــا د درګاه سيــــوری شومتور راپورې ښه شو، اوس ايله د مطلب توری شومتېرو خاطرو کې دې مرموزې موســــــکا وا خيستمشوق مې وزر وټپـــــــول ما چې ويل ستــــوری شومدومره ژر دې مه غواړه راکړی تصـــــور ښــــــــکلې!کور دې د اړتيا خراب شي ځکه خو بدپوری شومعـــــطر د ګلـــــونو شـــــوې، پــــه هره خوا روانه يېما پـــــورې رانغــــلې آخر زه غريب کوم لوری شومچا يې يم ليـــــــدلی د بڼــــو سيــــوري ته غږ وکړئشپې مې روڼولـــــــــې ورته، ځکه...