غزل: محمدصديق پسرلی
تور راپورې ښه شو، اوس ايله د مطلب توری شوم
تېرو خاطرو کې دې مرموزې موســــــکا وا خيستم
شوق مې وزر وټپـــــــول ما چې ويل ستــــوری شوم
دومره ژر دې مه غواړه راکړی تصـــــور ښــــــــکلې!
کور دې د اړتيا خراب شي ځکه خو بدپوری شوم
عـــــطر د ګلـــــونو شـــــوې، پــــه هره خوا روانه يې
ما پـــــورې رانغــــلې آخر زه غريب کوم لوری شوم
چا يې يم ليـــــــدلی د بڼــــو سيــــوري ته غږ وکړئ
شپې مې روڼولـــــــــې ورته، ځکه نامه توری شوم
درست عمر پســـــــرليه ما د زړه وينـې رودلې دي
بيا هم نه پوهېږم خدای خبر څنګه وچ موری شوم؟