ګل ورژېده خو کبـــــــــل پاتې ده
لا دې کرشمــــو کې خلل پاتې ده
هجر تغافل دې څه کافـــــي نه دی
بيا دې په ما کوم يو بدل پاتې ده
زړه نه مې لوګی د اسويلي خيژي
څه بڅري بل لـکه بل پـــــــــاتې ده
کور دې لېوني په منـــــډو ومونده
عقل ولاړ سوچ کې په پل پاتې ده
دومره ارايش نه دې مطلب څه دی
وار کوه د زلفـــــــو دې ول پــــاتې ده
خيال د تېر شباب يې سره ډنبره شوه
ګوډي کې لا لږ څه عـــــسل پاتې ده
ستا په اداګانو باندې ســــــوچ کوم
حل يې معمه شــــــوله حــل پاتې ده
وايي قلندر چې غزل چـــــــېرته دی
ښه وايي مجذوب ته غزل پاتې ده.