بېرته خپلې خبرې ته راځم، يوه بله شپه ورسره مېلمه وم، يو هندي فلم، چې وجود يې نوم و، کاروان صاحب راوخيست، اطاق ته چې راغلو، د دوی د خوست يو دوه نور مېلمانه هم راغلل. د ډوډۍ خوړلو نه پس کاروان صاحب کمپيوتر ته سي ډي وردننه کړه، ويل يې ( دا ډېر ښکلی فلم دی، زما ډېر خوښ دی؛ ځکه چې د ددې فلم ستوری (هيرو) خپله شاعر هم دی او د ددې فلم ليکونکی هم) يو ځای مو ليدل چې همدا فلمي ستوری يوې نجلۍ ته د شعر په ژبه وايي ، چې ( ته زما ځان يې، ته زما جهان يې، ته کاينات يې ، ته.....)  کاروان صاحب په اردو لږ ډېر پوهېده، دومره احساساتي شو، چې بې واره يې څو ځلې له خولې واه واه ووتل. هغه مېلمانه دوی ته حيران پاتې وو او خندل يې. په دوی کې يوه کيسه راته کوله، چې ( کاروان صاحب زما دوړکتوب ملګری دی، يو وخت زه او دوی، چې هغه وخت يې هم همدا تخلص کاوو، او تازه تازه ځوانان شوي وو، لرګي مو پر اوښانو بارکړل او له تڼيو څخه مو مېرانشاه ته راوړل. وري مو په ١٢٠ روپۍ وپلورل. ګورم چې کاروان صاحب په شپېتو روپيو کتابونه راونيول او په نورو روپيو يې کور ته سامان واخيست)
شپه  تېره شوه، سهار د بي بي سي سيمه ايزه دفتر ته راغلو، ممنون مقصودي صاحب يې راپېژاند، له نوم سره يې اشنا وم، خو ليدلی مې نه و. هغه نو ډېر مينه ناک سړی و، موږ خبرې سره کولې، کاروان صاحب يو دم وويل، چې ما خو بېګاه هم حيران ته کوم شعر وانه وراوه، اوس مو که خوښه وي يو شعرمې نوي کور نوي ژوند ډرامې ته ليکلی دی درته اوروم يې. په مينه مينه يې نظم واوراوو. مقصودي صاحب زياته کړه:
د کاروان صاحب لېونۍ او ژوندی احساس زه منم هغه داسې، چې يو وخت ما چرته  د کوم شاعر يو نظم او رېدلی و، بيا مې راسره وليکه، په زړه پورې نظم و، د افغانستان حالات پکې انځور شوي وو، کاروان صاحب ته مې وويل، چې يو نظم درته وايم، ويل يې ښه ده، نظم مې پيل کړ، لامې نيمايي ته نه و رسولی، څه ګورم، چې د کاروان له سترګو بې اختياره اوښکې راروانې دي، ويل يې : بس يې کړه، زه يې نور نه شم اورېدلای.
        يو وخت خوست ته لاړم، د اختر شپې ورځې وې کاروان صاحب په کلي کې و، تيلي فون مې ورته کړ، چې غواړم کلي ته درشم، ويل يې نن سبا د تڼيو لويه لاره له ډېرو خطرو ډکه ده، زما نه ده  درته خوښه،  چې ته راپه تکليف شې. بله ورځ په انټرنېټ راسره پر کرښه و، ورته ويل مې چې د ( کږنې او انګېرنې) په نوم مې کتاب درلېږلی دی، هيله ده چې سريزه پرې وليکې، ډېرې بانې يې راته وکړې، ويل يې، ولا زه سم قضاوت نه شم کولای، بله دا چې ده زه خپل مسلک نه ګڼم، که شعر يا لنډې کېسې وای، بيا به مې څه کښلي وای.
څه موده وروسته مې غزانور غزا ته خپله شعري ټولګه ( لکه غرمې زړه کې پروت يې) ورکړه، چې کاروان صاحب څه پرې وليکي، بيا يې هم ډېرې بوختياوې راته وړاندې کړې: پښه مې خوږيږي، د وينې فشار مې لوړيږي او .....
خو کور يې ودان پر کتاب يې سريزه کښلې وه. دوه مياشتې وړاندې چې کابل ته لاړم، له کاروان صاحب سره مې غوښتل، چې د سليمان غر مجلې لپاره مرکه وکړم، بيا يې د خدای کارونه راته مخې ته کړل، ويل مې ، ښه ده کومه ليکنه راکړه، لنډه دا چې په دريو بيتو نو يې ځان خلاص کړ.
د ميينو تښتېدلی رنګ ولاړ دی
دا نرګس چې د اوبو تر څنګ ولاړ دی
پرې ورخېزه د سپوږمۍ سپينې سربازې
دغه پورې غر له کبره دنګ ولاړ دی
لاس ورواچوه کاروانه چې روان شي
د ليلو د شنو بنګړيو شرنګ ولاړ دی
    هو هغه کاروان، چې په غرونو کې به يې له اربکيانو سره سندرې او اتڼې کولې، چې اوښبه و، اوښان به يې چلول، شډل پډل به ګرځېده،
شډل پډل ګرځو هيڅ ډول او سينګار نه کوو
د غرونو خلک يو کارونه د بازار نه کوو
هغه کاروان چې د غرونو په چينو کې به له ښاپېريو سره غږېده، څه مهال به چې هغوی لمبېدلې، دی به يې پر کميسونو کېناست، ډېر به مغروره و، له هغوی به يې غوښتل، چې د پاچا په صفت يې ومني، او که داسې نه کوي، کميسونه يې ورته سوزي. هغه کاروان، چې د خپل محبوب په سترګو کې خدای پاک او ټول کاينات ګوري. د هر چا په سترګو بېله بېله دنيا ګوري:
خلک پکې خدای لټوي ته ماشوم خبر هم نا
پوی به شې او لوی به شې چې سترګې د يار څه مانا
هغه کاروان چې رياضت کوي، نو وياړي او شاعران د خدای پاک شاګردان بولي او د ريا زاهدان بل څه.
د ريا زاهدان سپي د دوزخونو
شاعران خوشاګردان دښکلي رب دي
او په همدې زاهد خپل زُهد نه ورکوي، خپله عقيده او عبادت ترې لوړ ګڼي،
شاعران يو په نغمو يادوو خدای
ښکلي ګورو په لېمو يادوو خدای
شېخ د کاڼو په تسبو ياد وي خدای
موږ د اوښکو په تسبو يادوو خدای
     هغه کاروان چې پر دې ټولو سربېره يې د وطن غم هم ژړلی دی، او  د ګران هيواد د تالاکېدنې هغې خوا ته ځير شوی دی، چې د هيچا ورته خيال نه دی.
موږ ته رادرومي الوتکې  له مارانو ډکې
له موږ نه درومي د نرګسو نيلوفرو بېړۍ
د وطن پېغلې مې په غاړه وړي د اوښکو امېل
د پاريس پېغلو ته غمي له بدخشانه رسي
نه دا هيڅکله  نه منو، چې د کاروان د شعر ښکلې ښاپېرۍ بدرنګه شوې ده او هغه نور نه غواړي، چې دا ناوې بختوره کړي، که خير وي په دې نږدې وخت  کې به وګورو، چې کاروان به د اناالحق د نارې سره ووايي( زه منصور د ګل په وار مرم. )