غزل: غيور ساحر اريوبي
ته يې څه بولې چې څه ونه لري؟
زه يې ښه بولم چې زړه زړه ونه لري
په موسم دى پشكال كې رسواكيږي
بختور وي چې ليـــــــــــــــــمه ونه لري
له هغه دردنه خو زخم وي بــــــيزاره
چې محسوس شي اوخواږه ونه لري
په رخسار يې د كجلو باران وشي
څوك چې زور د بيلتانه و نه لري
ترې ارزو دمحبت مكړه ساحره
هغه سترګې چې اوبه ونه لري

يو څوک: محمدسعيد منګل
له رنګه توره سپينه
له حده ډير حسينه
تاته كتــــلى نه شم
تاپريښودلى نه شم
فكر مو تانيولى
ذهن مو تانيولى
عقل مو تا نيولى
خودي مو تانيولې
ته مې ليمه كې اوسې
ته مې په زړه كې اوسې