استاد صميم او فطرت په سيدجمال الدين افغان ادبي ټولنه کې
عزتمنده او ګرانه وروره حيرانه! درانه درانه سلامونه
لوراند او لورين څښتن دي راته د ستوري په څير وځلوه.زړه مي غواړي ډيره لويه دعا درته وکړم خو د سوال لپې مې وړي دي.خو رب دي درباندي تود باد هم نه لګوي.
ګرانه په ويبلاګ کې مې شعر خپور شوي وه او په هغه تبصره کې مې هغه دوه بيته هم ولوستل ډير خوښ شوم.
ته چې مونږ دومره نازوې پاک رب دي تا په دواړه جهانه ونازوي.
قدرمنه دادبي بنډار ټول ياران درپسي خورا ډير خفه شويدي او تل دي يادوي.
ټول ملګري هر يو ز=ځدران...سپيڅلي....خوښ.....ساحل....ؤړ......هڅاند......شيرزاد هر يو درته بيل ..بيل ځولۍ ځولۍ سلامونه وايي.خداي دي وکړي چې له روژه ماتي د مخه زمونږ سلامونه درورسيږي.او وعليک ورته ووايي.
بله خبره دا چې کوم نوي غزل که دي ليکلي وي خامخا يي خپور کړه چي تنده مو پري ماته شي.
تاته ډالۍ...........فطرت
زړه ته مې د غم کيسه ونه کړله
هيچا ته مې هم کيسه ونه کړله
نه ښکاري يو کال کيږي چې نه رازي
چامې د صنم کيسه ونه کړله
په يوه نړۍ پښتنه مينه ستا دتل ملګري.......ابو انتسام سعدالله فطرت