غنم په وږو کې له تندې وسول
په هغه کال کوکنار ږلۍ ووهل
د باغ انارو خو هیڅ ګل و نه که .
انګور په مني کې سېلۍ ووهل
کلي کې هېڅ شی هم ورپاتې نه و
د تورو غرونو شمله ور زلمي ته
حالاتو ټولې لار ې وتړلې
داتڼو یو څڼور زلمي ته
خپلې زړي جامې یې غوټه کړلې
ویل يې چېرې په خوارۍ پسې ځم
تر لوی اختره پورې به بېرته راشم
اوس یوه ښار ته مزدورۍ پسې ځم
کشرۍ خور یې پر تندي ښکل کړه
وي ، د ابا به احترام ساتې
مېږو ته هم په وخت اوبه ورکوه
د کور په غوا باندې به پام ساتې
خو اختر راغی ،له اختره وروسته
دادي کلو پسې کلونه تېر شول
په هغه غره، په هغه شین کلي کې
هسې لسګونه اخترونه تېر شول
خو د ښکلا د ماښامونو مئین
ددنګو دنګو چینارونو مئین
کلي ته بېرته را ونه ګرځيده
د مازیګر د بنډارنو مئین
او لا تر اوسه د پردو ښارونو
د محلونو ودانۍ جوړوي
او د پردي اسمان تر ستورو لاندې
پردو خوبونو ته ماڼۍ جوړوي
د بل وطن په څراغونو کې ورک
ځان ته حیران وي چې خپل ځان ته ګوري
لکه ګړنګ ته ور لوېدلی غرڅه
چې زړه یې تنګ شي نو اسمان ته ګوري
هر مازیګر یې یو خو مار اخلي
د غره چینه يې لکه بنګ یادېږي
دشور ماشور پردي وطن کې ورته
د خپل جومات د اذان کړنګ یادېږي
په ګودرونو پسې مړ مړ دي
ورته د شنو بنګړیو شړنک یادېږي
زړه يې ټپي غواړي ، رباب غواړي
ورته زیارت ورته ملنګ یادېږي
له اوو سیندونو ،غرونو پورې اوسي
په زړه کې غلي یو ارمان لمانځي
چې هر شپه په خوب کې رود وګوري
سهار د اوښکو په باران لمانځي
۲۰۰۷ سيپټمبر۲۲ پراګ