د ارواښاد محمد هاشم مصور په ویر کې

بیا خوني ماښام دی د جکړ چیغې وحشي راځي
بیا کومې کړۍ په غړۍ پرېښې د دار کرښه ده

د جمعې مبارکې ورځ سهار یوولس بجې مې د ښاغلي نورمحمد لاهو ناچاپ ناول(زروجانه) لوستلو، چې ټلیفون مې وشرنګېد، د ټلیفون په ښیښه د ډاکټر رودوال نوم لیکلی وو، د اوکې تڼۍ مې کېکاږله، ډاکټر رودوال له سلام او روغبړ وروسته پوښتنه وکړه چې چېرې یې؟ ما ویل کورکې یم، رودوال صیب وویل: ټول ملګري تللي او څوک په لاره کې دې ، ما ویل ته به هم تللی وې، خو زه پوه نه شوم چې رودوال صیب کوم ملګري ښيي او چېرې تللي؟ لا مې پوښتنه نه وه کړې چې وې ویل ډاکټر محمد هاشم مصورد ډاکټر خپلواک ورور وژل شوی او نن یې جنازه ده.
د دغه خواشینونکي خبر په اورېدو سره مې وار له واره د ډاکټر محمدهاشم څېره سترګو ته ودرېده ، نور نو له دې پسې و نه ګرځېدم چې ولې او چا؟ په دې چې دغه ډول پوښتنو څه ګټه هم نه لرله همغه د پښتو متل دی چې وایي پلار دې سپرو مړ که پلیو؟ ویل زما له ښې یې واېست. نور نو دغه ډول پوښتنو ارواښاد محمدهاشم ته ژوند نه شو ورکولی او داسې ښکارېده چې رودوال صیب یې هم د ځوابولو وخت نه درلود نوموړی دېته ټکنی وو چې ژر تر ژره باید پکتیا ته وخوځېږو.نو ورته ومې ویل چې د سرک په سر اوسېږه زه درغلم یو ځای به ځوو.
ما په لاره کې ډاکټر محمدالله ، عصمت الله، اختر محمدهم را ملګري کړل او له رودوال سره یو ځای پکتیا ته وخوځېدو، له بده مرغه چې د موټر د خرابوالي او ځنډ له امله د ارواښاد محمد هاشم مصور جنازې ته و نه رسېدو ، مازدیګر مهال وو چې د نوموړي کورته ورغلو. د جومات په چوتره کې د کور کلي مخور، سپین روبي او سپین ږیري ویرجن او غمجن ناست وو، د ارواښاد مصور د پلار او ورور ډاکټر خپلواک په ګډون مو له ټولو سره روغبړ وکړ او د قرانکریم تر تلاوت او د نوموړي اراښاد اروا ته د دعا په هیله د لاسونو تر لپه کولو او پورته کولو وروسته مو د نوموړي له کورنۍ سره خپله خواشیني سره شریکه کړه.
په ځوانه ځواني کې له کوم دلیل پرته د ارواښاد محمدهاشم مصور شهادت دومره دردونکي وو چې د ټولو ناستو او راغلو په څېرو کې یې د خواشینۍ مړاوې او ویرجنې څپې خوروې وې. یواځې د دوی په څېرو نه بلکې ټوله فضا یوې ځورونکې چوپتیا نیولې وه.
ډاکټر محمدهاشم مصور څو کاله وړاندې په ننګرهار طب پوهنځي کې خپلې طبي زده کړې بشپړې کړې او بیا یې د روغتیایي چارو تر څنګ ښونیزې او فرهنګي هڅې هم راپیل کړې،
ډاکټر محمد هاشم د لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته درې کاله په پکتیا ولایت کې د AWEC موسسې د چټکو زده کړو د پروګرام مشر وو، ښاغلي ډاکټر محمد هاشم په درې کالو کې په زرګونو تنو هغه ځوانان چې د بېلابېلو لاملونو له مخې له ښوونځي او زده کړې بې برخې پاتې وو د زده کړې په ګاڼه وپسولل او هغوی یې د دې وړ کړل چې د سیمې په نږدې ښوونځیو کې خپلې منځنۍ زده کړې بشپړې کړي. له دې سربېره ډاکټر محمد هاشم مصور په پکتیا کې د ادبې ټولنو فرهنګي هڅې سره منظمې او ګړندۍ کړې . نوموړي همدا څو اوونۍ وړاندې په کابل ستاره هوټل کې د پښتو ادبي جرګې ګډې غونډې ته د پکتیا ولایت د فرهنګي ټولنو کاري رپوټ و د غونډې ګډونوالو ته ولوست . چې د غونډې د ګډونوالو له لوري وستایل شو.
نو له دې امله د ډاکټر محمدهاشم شهادت او وژنه د ده کورنۍ، خپلوانو،دوستانو، د پکتیا ولایت فرهنګي کړیو او په لویه کې ټولو پښتنو ته یوه ضایعه ده . په دې چې ټولو یوه ځوانه او کاري هستي له لاسه ورکړه، پکتیا ولایت داسې یو څوک له لاسه ورکړ چې هم روغتیاپال وو او هم فرهنګپال.
لنډه دا چې ارواښاد محمدهاشم د پښتني کهول هغه ګل وو چې خپلو رنګینیو ته یې تازه تازه د ټولو پام ور اړولی وو خو تر دې مهاله لا پوره نه وغوړېدلی، د دغه ګل وږمو نوې د کتونکو ذهنونه معطر کړي وو او د ډېرو هیلې د پښتو ادب او فرهنګ د ودې ، پرمختیا او پراختیا په هیله ورته سترګې په لاره وې .
خو له بده مرغه چې د پښتني کول دغه د هیلو او امیدونو ګل ناوړه لاسونو داسې ومروړه چې د دغه ګل ځواني، ښکلا او وږمې هر څه یې ولوټل او د نوموړي د کورنۍ په ګډون یې د پکتیا او پښتني ادب لارویان او مخکښان د نوموړي د ویر په ټغر کېنول.
د ارواښاد محمدهاشم مصور د دردونکې وژنې او شهادت له امله د نوموړي درنې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، د پکتیا د فرهنګي او ادبي هڅو ملګرو او لارویانو ته د زړه صبر او اراواښاد ته د فردوس جنت دعا کوم.
اراواښاد محمد هاشم مصور که دا مهال زموږ په منځ کې نشته خو د نوموړي هیلې او امیدونه ، موخه او فکر، لاره او لوری له موږ سره دی او وي به نود پکتیا فرهنګي ملګرو ته ښايي چې د ارواښاد مصور د هیلو او امیدونو ډیوې تاندې او هڅاندې وساتي.
په پای کې یو ځل بیا ټولو ته د صبر او زغم هیله او دعا
په درنښت
امیرجان وحید احمدزی
کابل
د روژې مبارکې یوولسمه