که وقف مې کړه ټوله زندګي يوه سړي ته
خو بيا هم ورښکاره نه شوه راستي يوه سړي ته
د ډېر خواست او منت باوجود بيا يې راز کېنښود
عبث مې هسې وکړله زاري يوه سړي ته
چې عکس يې د ځوانۍ زما د شعر ايين کې وليد
ورياد شول د ښايست تلي سپرلي يوه سړي ته
له دې نه به لا نور د انسان کومه سر ټيټی وي؟
تر زنې مې لاس وروړ په نغري يوه سړي ته
موسکی شو سر يې ټيټ کړو يوه شېبه غلی ولاړ و
چې ومې کړه خبره د زړګي يوه سړي ته
سرتور و، يبلې پښې عمردراز مروته راغی
احساس وشو د ظلم  او زياتي يوه سړي ته.

         يوه سړي ته: عمردراز مروت
که هر څومې زړه کيږي د ديدار يوه سړي ته
خو بيا هم کوی نه شم څه اظهار يوه سړي ته
لا بيا يې له سحر نه تر ماښامه لار ته ګورم
که ټول عمر مې وکړو انتظار يوه سړي ته
اسمان ته ختی نه شي خامخا به پرې رادرومي
لړلی مې دی هر ځای کې انګار يوه سړي ته
په زړه يې که هزار ځله ازار کړم خو لا بيا هم
له خولې نه مې وروځي نه ازار يوه سړي ته
خودي مې خودکشي ته له دې منده غاړه نيسي
چې خواست نه شم کولی د څه کار يوه سړي ته
راغلې اوس په سر ده که مې سر له تنه درومي
پښتو ده کوی نه شم اوس انکار يوه سړي ته
ملګرو خدای خبر چې خدای په څه رانه ناراض و
څو کاله وچ په وچه وم ايسار يوه سړي ته
لا بيا هم په دې حال کې لا دغسې راپسې دی
که پرې مې ښوه د کلي هره لار يوه سړي ته
پرده مې په خاطر د خپل حبيب (ص) وکړې قادره!
په نه څه شرمنده شومه بار بار يوه سړي ته
پوښتنه ترېنه وکړئ بيا به هم راسره يار شي
يو څو کاله که نور وکړمه وار يوه سړي ته؟
اوس چک ورنه کوی عمردراز مروته نه شم
يو ځل چې مې ويلي دي د يار يوه سړي ته.