وجود دې خاوروسره خاورې شولو
روح دې له خدايه په جنت کې غواړمه
له دې فانې دنيا رحلت دې وکړو
ښکلې ژوندون دې اخيرت کې غواړم

په خوله دې هيڅ هم راته ونه ويل
يواځې سترګې دې راپورته کړلې
ستا دکتو په مقصد نه پوهيد م
چې دواړه غبرګې دې راپورته کړلې

داته څومره دلوړعظم څښتن وې
په چوپه خوله دې چې دردونه تيرکړل
نه دې فرياد دچا په وړاندې وکړ
څومره په ځان دې تکليفونه تير کړل

ته وې راغلې دعلاج په تمه
څومره بې هېلې له ډاکټره لاړې
نوره دې لاس له ژوندون واخستلو
ډېر مرور له پېښوره لاړې

ځان دې کړو سپک له مونږه لاړې ګرانه
درنوغمونو ته دې مونږ پريښودو
خپلې ځوانۍ ته دې اور واچولو
بلو اورونو ته دې مونږ پريښودو
حميد احساس
دمرحوم مامابيت الله(پښتون)په ياد کې٠
خداي بخښلې د خوست پوهنتون دزراغت پوهنځې ددريم صنف محصل ؤ، چې څو ورځې وړاندې يې دڅه ناروغۍ له کبله له دی فانې دنيا څخه دتل له پاره مخه ښه وکړه٠
روح دی ښاد وی