
نه پوهېږم د مين به څه ژوندون وي
دغريب لپاره عمر ځيګر خون وي
چې د زړه په مينه يار ځان ته پيدا کړي
خبر نه وي چې په مينه کې بيلتون وي
بيا به ټول عمر ګرځيږي ناقراره
په ژوندون کې نه ارام او نه سکون وي
حال يې بد شې سودايې شې ليوني شې
ګريوان څيري سر يې ايښي په زنګون وي
بې له درده نور هيڅ نه مومي ځدراڼه
مينتوب خو ليونتوب د زړه چاودون وي
28.09.2007
- محمدحنيف حيران
وجود دې خاوروسره خاورې شولوروح دې له خدايه په جنت کې غواړمهله دې فانې دنيا رحلت دې وکړو ښکلې ژوندون دې اخيرت کې غواړم
په خوله دې هيڅ هم راته ونه ويليواځې سترګې دې راپورته کړلېستا دکتو په مقصد نه پوهيد مچې دواړه غبرګې دې راپورته کړلې
داته څومره دلوړعظم څښتن وېپه چوپه خوله دې چې دردونه تيرکړلنه دې فرياد دچا په وړاندې وکړڅومره په ځان دې تکليفونه تير کړل
ته وې راغلې دعلاج په تمه څومره بې هېلې له ډاکټره لاړېنوره دې لاس له ژو...
28.09.2007
- محمدحنيف حيران
غزل: عبدالرحيم مجذوبملامت نه دي که مې پټ حالت د زړه نه وينيبارې ړانده دي چې زما لېمه لانده نه وينيد ډېوې کور کې تروږمی دی واړه کور دی رڼاخلک خو کور وينې د بل په خونه څه نه وينيسترګې مې خوب پسې لوييږي خو اوس خوب کله شتهښه شوه خوبونه خو به نور خواږه خواږه نه وينيچې زه دې وينمه اشنا بيا دې په تپو وينممه وايه دا چې سترګور وينې ړانده نه وينيڅړيکه د نمر وه چې مې نېغ ورته کتلی نه شوقصور مې خپل دی ښاپېرک په نمرخاته نه وينيکله...