غزل: عبدالرحيم مجذوب
ملامت نه دي که مې پټ حالت د زړه نه ويني
بارې ړانده دي چې زما لېمه لانده نه ويني
د ډېوې کور کې تروږمی دی واړه کور دی رڼا
خلک خو کور وينې د بل په خونه څه نه ويني
سترګې مې خوب پسې لوييږي خو اوس خوب کله شته
ښه شوه خوبونه خو به نور خواږه خواږه نه ويني
چې زه دې وينمه اشنا بيا دې په تپو وينم
مه وايه دا چې سترګور وينې ړانده نه ويني
څړيکه د نمر وه چې مې نېغ ورته کتلی نه شو
قصور مې خپل دی ښاپېرک په نمرخاته نه ويني
کله مې زړه پلټي کله مې ځيګر پلټي
زخمونه ګوري حيرانيږي خپل باڼه نه ويني
مجذوبه ډېر ياران دې وکتل که ګورې ورته
څوک په غره ويني او څوک دې وره په وره نه ويني.
 
  غزل: ماسټر جمال
چې مخمورې سترګې پورته د نګار شي
په خپل جام پورې ساقي ډېر شرمسار شي
اسويلي د خوږو زړونو دي چې ګرځي
هر سحر ماښام ليدی چې کوم غبار شي
افرين شه بخته ښې چارې دې وکړې
زه چې ګل ته لاس وروړمه نو هم خار شي
د ګل ياد هم مرور شو نه رادرومي
ناکرار زړه به مې څرنګ په کرار شي
خو اخر جماله زړه دی څه پرې وکړم؟
که هر څو يې صبرومه بې اختيار شي.

       غزل: تبسم مروت
ټوکې دې راپورې ټول جهان کوي
ما باندې چې څه کوي، جانان کوي
څوک به د ميين په خوله باور کوي
غل سړی قسم کوي قران کوي
وريځو بارانونو ته يې مه ګوره
کار د تندرونو هم اسمان کوي
سترګې تورول مې درته خوښ نه دي
ځکه چې نقصان کوي تاوان کوي
څوک دي چې پوره پوره تَلَل کوي؟
درومي به دوزخ ته چې دُکان کوي
کله کله غلی راته وخاندي
څومره ډېر په ما باندې احسان کوي
تل دې په سرو شونډو منجيله اوسي
کار د ښامارانو دې پېزوان کوي
ټس دې تبسم مروت ته ورکړلو
تل به دې د مړو سترګو ارمان کوي.

 غزل: عمردراز مروت
دا نه چې تير له اخپل سر نه شومه
خو ولې سر هم په خپل سر نه شومه
په يارانه کې که مې سر اوخوړو
خو له يارانو لاس په سر نه شومه
په خوله انکار په سترګوست د وفا
د يار په دغې ادا سر نه شومه
په دې غرض مې بلا قتل وکه
خو بيا د سر د پاسه سر نه شومه
د حق په ننګ عمردراز مروته
کوم يو ټولی دی چې يې سر نه شومه