شك نه شته چې انسان تل آړدى اودخپلې آړتيادلرې كولولپاره تل آنداوهڅه كوي ، ټولنېزنظام يوازې ديوياددوغړوكارنه دى چې ټولوته ئې برابركړې ، هرڅوك بايددټولواوټول ديوه لپاره بايدكاروكړي .
شته داسې كسان چې يوازې دځان اوخپل كاله اوكورنۍ په محدودفكركې وې چې اصلاً دايوه ځان غوښتنه ده اوارواپوهان دفكرداډول محدودتيايوه روانې ناروغې بولې .
څومره ښه ئې ويلې دى :
(( كاركوئ كه ژوندغواړئ ، زيارباسئ كه خوندغواړئ .)) موږ ټول چې دټولنيزنظام غړې يووبايدهڅه اوكاروكړواودځان اونورولپاره دښه اووړخدمت مصدروګرزو، هرڅوك بايدپه خپل ځاى اوخپل وارسره خپل انسانې رسالت اداكړي له دې لنډې ليكنې څخه زماموخه دشاعر، شاعري ده .
موږ بايدپوه شوچې دشعراوشعرويلوموخه څه ده ؟
ولې شاعران دزړه وينې خوري ، ولې موږ ته دټولنيزنظام ښه اوبد، وياړنې اوغندنې ، خوشحالي اوخواشيني اونورى خواوې انځوروې ؟ داځكه چې :
شاعردټولنيزنظام لارښودى ، رهبردى ، زړه ورشخص دى ، رڼاده شاعردلارې مشعل اودټولنيزنظام څارونكى سالاردى ، شاعروړاندې خپل ولس بيائې ، ولس ته ساه وركوي ، ولس  هڅوې اودښه اوبسياژوندپه لورانسان ته دتللوچيغې وهي ، انسان له كندوراباسې اوله كړنګونوئې بچ كوې ، شاعرمعلم ده . زموږ احساس اودرك راژوندى كوي اوددنياسختيوته موټينګوي .
مرحوم ارواښادګل پاچاالفت وائي :
((.... شعردزړه غږدى اودزړه غږ دمنطق له غږ نه ډېرقوي دى .))
خوموږ چې څه غواړوهغه دادى چې دزړه غږ بايددزړه غږ وي يعنې دشاعردزړه غږځكه چې هغه بايدډېردرونداوزړاكښونكى اومنونكى وې ، دژونددسمون غږ وي ، دخوښي اوجوړښت غږ وي چې پرګنې پرې راټولي شي ځكه :
((... شاعرپوهيږې چې عق اومنطق ، دليل اوبرهان په موږ باندې حاكم نه دى بلكه غرايزاواحساسات زموږ رهبري كوي ...))
شاعرموږ له مايوسي نه ژغوري ، غم ته مونه يوازې كوې ، نه موپريږدې چې دانساني ژوندپيښې اولانجې موپه ګونډوكړي .
الفت صاحب وائي (( ... شاعرپوهيږي چې له نااميدي نه څنګه لذت اخيستل كيږي اوغم څنګه خوږ والى پېداكوې . شاعران لكه ماشومان ډېرښه ښه خوبونه وينې اوپه همدغوخوبونودزړونوتسلي كوې . كه دغه خواږه رؤيااوښكلې تخيلات نه واى دژوندانه تحمل ډېرګران دى ...))
موږ په خپل شاوخواكې ګوړوچې دشخصى ګټې په خاطرڅومره كسان لااهانده اوسرګردانه دي ، دخپلې ګټې لپاره دوستي ټېنګه ساتې ، په خپله ګټه تل مين وي ، دخپلې كټې په خاطرځان په قسم ،قسم جاموكې څرګندوي مګردوى له دې نه ناخبره دي چې دغه بدلون اودغه تغيراوځاني ګټې دټولنيږنظام لپاره كومه ګټه نه لري اوخپله هم له ناكامې اورسوائې سره مخامخ كيږي اوزيانونه ئې ټول بشريت ته رسيږي .
اوولس په ډېربدنظرورته ګوري اوهغه ( جان ډيوې ) خبره بيخي پرې صدق كوې چې وائي : (( عمومي نظريه داده ، چې وحشي انسان په هيڅ ډول اخلاقې اصولوپابندي نه لري ، بلكه هروخت دخپلوغرايزوتابع وي اوهركله دخپل ميل اوخواهيش رضاغواړي .
انسان پيژندونكې پوهان دانظريه نه منې اووائي :
وحشي هغه دى چې دادابواورسوموډېرپابندوي اوپه ناسته ولاړه تګ وراتګ ، بلكې په هراقدام اوهره خبره كې دخاصواصولواومقرراتوپېروي كوې ، يانې وحشي انسان هغه مريې دى چې په خپل رفتاراوكرداركې ديوې طايفې دعاداتودلاس اله وې اومتمدن انسان دغه رازنه دى .))
ټولنيزعلوم ټول په تيره بياادبيات دخاص مرام اومقصدلپاره دي اوهغه دټولنيزنظام جوړښت غواړي ، دښه ژوندپه لورپرګنې رهبري كوې اودغوښتنې توان اوبيان پكې روزي ترڅوانسان متمدنه اوله خوشحالېوڅخه دډك ژوندخاوندان شي ، مينه ولري ، درك ئې پياوړې شي اواحساسات ئې دخوځښت جوګه شي اوپه مجموع كې ښوونه اوسالمه روزنه عموميت پېداكړي اوانسان دنيكمرغه ژوندخاوندشې ، چې بيله دې امكان نه لري .
نو:
له شاعرڅخه غواړوچې دشعراوشاعرى اصول اوغوښتنې بايدهرشاعرپه پام كې ولري ، ټولنيزې غوښتنې اودشاعرشاعري بايدڅه ناڅه خوسره ملګري ووسي ، هنري آنځورونه بايدله واقيعتونوسره سروخوري چې دابه هم زموږ هنري تنده ماته كړي اوهم به دشاعرشعرښكلااوريښتوالى پېداكړي .