Investigative Journalism
په غربي نړۍ كې دپلټونكي ژورناليزم اصطلاح له ۱۹۷۰ كلونوراهيسې مشهوره ده .  كله چې ډېرخبريالان دغه اصطلاح اوري ، ددوى ذهن ته پټې كېمرې ، پټ ثبتول ، پټ هويت اومايكروفونه درېږي ، خودادهريوژورناليست دكاريوه وړه برخه ده .
ددې ماناداده چې كله يوخبرليكل كېږي ، بايدله ثبوت نه وروسته وليكل شي ، يوازې دانه چې ژورناليست تورولګوي اوبېرته ئې بياردكړي . بايدحقايق راوباسواودهغودملاتړ لپاره شواهدراغونډكړو. خوځينې موضوعات شته چې ددوديزې كچې په پرتله دزياتوهڅوغوښتونكي دي . ښائې چې په اوږدې مودې كې اساسي لوبغاړي ونه غواړي چې رښتيادرته ووائي ، ښائي بېخي درسره خبرې ونكړي ، ښائي دوى په جرم ياناسموكارونوكې ښكېل وي اوښائې دځينوحقايقوپه پتولوكې ددوى ګټه وي .
نوځكه پلتونكى ژورناليست بايدبااحتياطه اوصابرواوسي . تحقيقي ژورناليږم هغه دى چې په كوم كې دتحقيقي تاكتيكونواستفاده شوې وي يانې په عام ژورناليزم كې موږ وايوچې كه په شك كې ئې پرېزده (If You Are In Doubt, Leave It ) ، خوپه تحقيقي ژورناليزم كې بياوائې ( If You Are In Doubt, Prove It ) كه په شك كې ئې ، ثبوت ئې كړه .
دژورناليزم يوكارپوه وائي چې دتحقيقي ژورناليزم اودپوليسودتحقيق ترمينځ توپيردادى چې هلته هغوى له زورنه كاراخلي ، خودلته بيازورنشته ، نورتحقيق يوډول دى . په تحقيقي ژورناليزم كې هغه شى چې زيات كارول كېږي ، اړونداسناداوشواهددي .
په عام ژورناليزم كې تل بايدخبريال ځان خلكوته وروپېژنې ، خوپه تحقيقي ژورناليزم كې خبريال مجبورندي چې خلكوته ځان وروپېژني .
كه موضوع داسې وي چې ډېره مهمه وي تاسې بياكولى شې خپل هويت پټ كړي ، خوبياهم له تاسې په دغه اړه ستاسې دمديرملاتړضروردى .
كله چې موهدف لاس ته راوړ، بايدپه پاى كې ځان وروپېژنئ اودترلاس شويومالوماتوپه اړه دڅه ويلوموقع وركړئ .
خوداډول تېرويتنه بايدډېره كمه وي ، ځينې وختونه آن ډېرحساس مالومات هم له قانونې اومشروع لاروترلاسه كېداى شې .
پوښتنه داراولاړېږې چې زموږ سرچېنې چېرته دي ؟ راځې تصوروكړوچې زموږ دټولوپلټنوموخه په ټوليزه توګه دسياستوالو، چارواكيو، سوداګرواويانوروواكمنودناسموكړنوبربنډول دي . په يادولرئ چې دهرې ټولنې فعاليتونه په اسنادوكې وي ، له ملګرواويادښمنانوسره نښې پرېږدي .
بريالۍ ژورناليستيكې څېړنې ندرتاً په ناڅاپې توګه رامينځته كېږي ، داپلټنې له يوه نهيلې اوهمكارسيال څخه رامينځته كېږي چې له خپرندويواداروسره دهدف دبربنډولوپه نيت تماس نيسې . داسې قضې شته چې كاركوونكې ورځپاڼوته ورغلي اودخپلوآمرانوكړنې ئې بربنډې كړې وي چې ګوياكومه ناقانونه فابريكه چلوي اوياخلك تېرباسي ، په دغه وخت كې تاسې بايديوازې دهغه پرخبروباورونكړي ، بلكې له هغه مستندشواهدوغواړئ .
راځې داسې وګڼوچې موږ ددرغلۍ په آړه پلټنه كوو، درغلي تل دوه آړخونه لري ، رشوت وركوونكى اورشوت اخيستونكې . داله اندېښنوډكه اړيكه ده ، ځينې وخت كېداى شې يوه اويابله خوااحساس وكړي چې ګوياتېرويستل شوى دى اودبل آړخ دناسموكارونودبربنډولولپاره شواهدووركړې ته چمتووي ، خوموږ يوازې په تورونوتكيه نشولګولى . بايدموږ ثبوت اواسنادلاسته راوړو، بېلګه :
حكومتونه اويادولتونه عامه سوابق ياريكارډساتې چې كه په ځېروكتل شې ، كېداى شي ، داداروپه فعاليتونه كې بې نظمي رامينځته شوې وي ، بياله هغونه په ښكاره ډول وپوښتل شي چې دخپلوكړنوسپيناوى وكړي .
كله چې پېښه راوتوكېږي ، نورې سرچينې هم رامينځته كېږي ، دواټرګېټ Water Gate مشهورې پلټنې ته وګوري ، دغه پلټنه له يوې ساده غلاشروع كېږي چې څومره وخت تېرېږي ، نوي ، نوي خلك راځي ، ورځپاڼې ته په پېښه كې خپل برات په ډاګه وي چې بالااخره دامريكارئيس جمهورNixon  استعفاء كولوته آړويستل كېږي .
دقيق يادښـتونه وساتې ، ځكه كېداى شي محكمه له له تاسې شواهدوغواړي ، لكه دفليپاين رئيس جمهورچې ديوې ژورناليستيكي ليكنې له آمله ئې استعفاء وركړه .
• ځينې وختونه راپوركېداى شي له نامسلكې لاروچارواستفاده وكړي ، خوشرط به ئې داوي چې خپل ايډيترخبركړي .
• له راپورليكلووروسته خپلولوستونكيواوآورېدونكيوته دغه لارې چارې ورپه ګوته كړي .
• په لويوګزارشونوكې كېداى شې كه نامسلكې چلن وشې ، خوكه ګزارش كمزورى وي ، نوبيادليكوال باورته زيان رسيوي وړه تېروتنه هم بايدونشي .
• Pulitzer  په نوم يوه جايزه ژورناليستانوته وركول كېږي ، يوژورناليست داسې يوراپورليكلي ؤ چې ځينې ميندې خپلواولادونوته مخدره موادوركوي  ددغه راپورله آمله هغه ته دغه جايزه وركړل شوه ، خووروسته چې مالومه شوه چې دهغه په راپوركې تېروتنې وى ، نوبياترېنه دغه جايزه بېرته واخيستل شوه .
• پلټونكي ژورناليزم ځانګړتياوې :
• دحقايقووړاندې كول .
• هرګزارش څېړنواوتحقيق ته آړتيالري .
• هغه مالومات وړاندې كېږي چې خوندي ساتل شوي وي .
• مالومات بايدجامع وي ، په خبركې يوخلك مالومات وي ، په فيچركې له هغه زيات وي اوپه تحقيقي راپوركې ترټولوزيات وي .
• په تحقيقي ژورناليزم كې ديوې موضوع ماضي ، حال اوراتلونكى درې واړه څېړل كېږي ، نوله دې آمله ويلى شوچې دغه ډېروخت نېسي ، صبراوحوصلې ته آړتيالري .
• موضوع بايدمنطقي وي .
• هغه موضوعات چې نورئې پټوي ، دهغوپه آړه ليكل كېږي .
• دغه ګزارشونه زياتره وخت ضرب الاجل نلري .
• فلسفه پكې داده چې دمطبوعاتواصلي رول watch dog ياڅارونكي لوبوي .
• خبريال بايدصابر، رښتينې ، دقيق اوبېطرفه وي .
• خبريال بايدپخپله تحقيق وكړي ، كه څوك پردي تيارراپورونه كاروي ، دغه تحقيقي ژورناليزم ندى .
• تحقيقي ژورناليزم رول .
• چارواكي اړباسي چې له غلطې پالېسۍ تېرشي .
• له نظرغورځول شوي موضوعاتوته دخلكونوجه ورګرځوي .
• دفسادمه نېسي ، ځكه فسادهمېشه په تروږمۍ كې وي ، ژورناليست پرې بايدرڼاواچوي .
• دخلكوپوهاوى زياتوي .
• دفاسدوچارواكيوداستفعاء لامل ګرځي ، لكه دفليپاين رئيس جمهورEstrada چې ډېروخت حكومت ئې كړي ؤ ، دهغه دموټروتعميرونواوداري په آړه تحقيقي راپوريوكتاب دچاپولوپه نتيجه كې له مينځه ولاړ، هغه ويلي وو:
• the journalist destroyed me
• تحقيقي راپورونه كېداى شي ديوې خپرونې دخرڅېدالامل وګرځي .