په رحمان باندې دا عمر هسې تېر شو
لـــــــــكه تېر شي يو ساعت په دا دنيا
داسې پښتون نر، ښځه، ماشوم او سپين ږيرى به نه وي، چې د رحمان بابا نوم يې نه وي اورېدلى او يا يې هم شعر نه وي زده، ويل كېږي، چې په نړۍ كې په مذهبي او غير مذهبي كتابونو كې يوازې قراّن كريم زيات تلاوت (لوستل) كېږي؛ خو كه ووايو، چې تر قراّن كريم وروسته په ټوله نړۍ كې د رحمان بابا كليات زيات مطالعه كېږي؛ نو مبالغه به نه وي؛ ځكه چې ګورو د رحمان بابا كتابونه (كليات) په زرګونو جلده چاپ شوي او خرڅ شوي دي. په هره پښتنه كورنۍ كې د قراّگ كريم تر څنګ خامخا يو زوړ كتاب او يا هم خورې وړې پاڼې د رحمان بابا د كلياتو پرتې وي، هر واعظ او زاهد يې په خطبو كې د كلام نمونې يادوي.
هرې ښاري يا كليوالې ښځې كه د پښتو ټپه زده وي؛ نو د رحمان بابا څو شعرونه به يې هم د متلونو په څېر زده وي او د لارښوونې او نصيحت په څېر به يې يو بل ته كاروي. زياتره خلك د رحمان بابا په كلام فال اچوي:
كر د ګلو كړه چې ســــــيمه دې ګلزار شي
اغزي مه كره په پښو كې به دې خار شي
زه په لسم ټولګي كې وم، زموږ يوه ښوونكي ممتاز الله خالد چې په رحمان بابا ډېر مېن و او تقريباً ټول كلام يې ياد و، د رحمان بابا د صوفيتوب او كرامت په اړه ډېرې كيسې كولې. هغه ويل چې رحمان بابا په ځوانۍ كې ډېر مست و. يوه ورځ د يوه سيند په ژۍ تېرېده، څه ګوري، چې يو ملنګ د سيند ژۍ ته اودس كوي، رحمان بابا ورتېر شو هغه ملنګ يې له دواړو مټو ونيوه، په اوبو كې يې غوپه كړ او بېرته يې ترې راووېست. ملنګ چې د برخې څښتن و، رحمان بابا ته وويل، چې ځوانه ته په خپلې ځوانۍ او زور څومره غاوره يې، راشه زما په تخرګ كې سر كېږده، چې څه درباندې ووينم. رحمان بابا دا وانګېرله، چې ګنې زور راسره ازمېيي. څه وخت يې چې سر د هغه په تخرګ كې كېښوده؛ نو ټول اسمانونه او دنيا يې پرې وليدله. له هغې پس رحمان بابا تصوف او رياضت ته مخه كړه. له خلكو به ګوښه ګرځېده او دا شعر يې همغه وخت ليكلى و، چې:
چې په يو قدم تر عرشه پورې رسي
ما ليدلى دى رفــــــتار د دروېشانو
رحمان بابا پس له دې په غرونو او ځنګلونو كې ګرځېده، د الله تعالى ذكر به يې كاوه او كله كله به يې له شپنو او نورو ملنګانو سره رباب وهاهه.
د رحمان بابا تعارف ته حاجت نشته، هر څوك يې پېژني، د دوى مزار د پېښور په هزارخانۍ كې دى. د رحمان بابا پر مزار هر كال درنې غونډې كېږي، چې پكې عقيدوي ملنګان، طالبان او شاعران ګډون كوي.
د رحمان بابا پر قبر يوه ښكلې ګنبده د پاكستان د حكومت له خوا جوړه شوې ده، چې ويل كېږي 27 ميليونه كلدارې پرې مصرف شوې دي. ددې ګنبد شاوخوا ځمكه ټوله په سنګ مرمرو او پخو خښتو پوښل شوې ده. د ګنبد شاوخوا څو لويې لويې خونې او تالارونه د مشاعرو، غونډو او د همدې ځاى د ملنګانو لپاره جوړ شوي دي.
د مزار خوا ته يو لوى قبرستان دى، د مزار پر دېوالونو ځاى پر ځاى د رحمان بابا شعرونه كښل شوي دي.
د رحمان بابا مزار له ملنګانو خالي نه وي، د هغوى لنګرې هر وخت تودې وي. په سوونو ملنګان دلته پراته دي.
يو ملنګ كيسه كوله، چې نوموړى د رحمان بابا د مزار اصل ملنګ دى؛ ځكه چې دلته يې 65 كاله دده په مزار كې تېر كړي دي.
د روان كال په اووم، اتم او نهم اپرېل د نورو كلونو په څېر د رحمان بابا پر مزار په زړه پورې مشاعرې وشوې. هر چا به د دوى په عقيدت كې شعرونه لوستل. دا چې ما په پېښو ركې ډېر عمر تېر كړى و؛ خو د رحمان بابا زيارت ته نه وم ورغلى، ځان راته ډېر بدمرغه ښكارېده، د كلنۍ مشاعرې په همدې ورځ راته د ټول افغان ويبپاڼې د پېښور څانګې استازي مجيب الرحمن انګار ټيلفون وكړ، زه هم ورغلم، كتل مې چې ښاغلى انګار، نجيب عامر، ميا سهيل انشاء، طاهر اپريدى، حنيف خليل، مصور قريشي، فاروق فراق او نور ډېر داسې شاعران ناست وو، چې ځينې يې ما پېژندل او ځينې مې نه پېژندل.
دا مشاعره درې ورځې جاري وه، له لرې لرې ځايونو څخه شاعران ورته راغلي وو، ځينې مې داسې سپين ږيري شاعران هم وليدل، چې ډېر په كړاو تر زيارته را رسېدلى و، څو شېبې مشاعرې ته ناست وو، انګار صاحب راته وويل، چې راځه مشاعره خو هسې هم نه ختمېږي ما او تا به د زيارت نورې برخې وګورو.
د رحمان بابا زيارت ته ورننوتو، ډېر ملنګان مې وليدل، چې د قبر ګېر چاپېره په قالينو ناست وو، چا به تلاوت كاوه، چا د دعا دپاره لاسونه پورته كړي وو او چا به يې هم د مزار بيرغونه ښكلول او مالګې به يې څټلې.
د رحمان بابا د قبر په ليدو سړى يو نوى روح واخلي. سړى د فكر په نيلي سپور كړي او د ماضي په دنيا كې يې تر لرې لرې بوځي.
انګار راته وويل، چې د رحمان بابا په ګنبد كې ډېر قيمتي قيمتي د برېښنا ګروپونه راځوړوند وو؛ خو اوس يې يوازې تارو نه پاتې وو.
د ګنبد ګېر چاپېره كښل شوي وو (عكس اخيستل منع دي) د رحمان بابا مزار ته مو لږ اوښكې ډالۍ كړې، له هغې چې راووتو، انګار راته وويل، چې راځه د ملنګانو دېرې درباندې وګورم. هلته چې لاړو، د دنيا ملنګان وو، دېرې پرې ډكې وې. ډېرې دېرې وې. د هرې دېرې د ملنګانو يو مشر ملنګ يا پير و. د پير مخې ته به چيلم ايښى و، په مريدانو كې به يې له يوه سره په څنګ كې رباب ايښى و، د هر ملنګ په غاړه كې به غټې غټې تسبې وې. د لاسونو ګوتې به يې د اوسپنې له ګوتو څخه ډكې وې. لويې لويې څڼې، حق  الله، حق الله، هر لوري ته به دا نارې وې. د هرې دېرې مخې ته به يو لوى چاينك په اور ايښى و، يو ملنګ كيسه راته پيل كړه، چې (ملنګي به منې) زموږ د ملنګانو پيران اوس د ګوتو په شمار پاتې دي، چې يو يې دلته د رحمان بابا په زيارت كې دى، يو په پير بابا، په سيدو شريف، د بادو په زيارت كې او ځينې يې په نورو ځايونو كې دي. هغه وويل، چې حضرت عبدالقادر جيلاني د بغداد بيا د پيرانو پير و، دلته به كه كومه كيسه يا پېښه منځته راغله، په هغه وخت كې به جيلاني پخپل كرامت سره ځان راورساوه.
په هغه موده كې به چې چا د جيلاني پير نوم بې اودسه واخيست سر به يې قدرتي ځاى پر ځاى قلم شو، چې بيا خلكو هغوى ته شكايت وكړ، هغوى ورته وويل، چې له دې پس به د چا سر نه قلم كېږي، هر چا چې زما نوم بې اودسه واخيست پينځه غيرانه تاوان به ور رسېږي، چې هغه سلسله تر اوسه روانه ده. ملنګ نورې هم ډېرې كيسې راته وكړې، د حق الله ددې نعرو سره د همدې ملنګانو له دېرو داسې د چرسو لوګي راختل، هغه د چا خبره چې طاقت نه كېده.
له انګار نه مې علت وپوښته، هغه راته وويل، چې دا ټول په رښتيا ملنګان او پيران نه دي، دا شاوخوا چې ګورې دا د قاچاق لوى لوى مركزونه دي.
ويل كېږي، چې د پېښور شاوخوا كې له باړې څخه پس د رحمان بابا مزار د قاچاق يو غټ مركز دى. له هر ځاى نه نشه يان راځي او له دې ځايه نشه يي مواد وړي. هغه پوډريان او چرسيان، چې بې پيسو شي د همدې ملنګانو دېرو ته راځي، دلته ورته ويړيا چرس او نور نشه يي توكي او ډوډۍ وركول كېږي.
خداى شته په دې كيسه ډېر زهير شوم، هغه لنګرونه چې د رحمان بابا د مينه والو او صحيح ملنګانو دپاره وو، دلته چرسيانو نوش جان كول. رښتيا هم په همدې ورځ هغه ټول مېلمانه له ډوډۍ څه محروم پاتې شول. يوازې د وريجو په لويو لويو دېګونو د چرسيانو او كوچنيانو بير و بار و، راغلي مېلمانه غريبانان لوبيا او نخودو ته كېناستل.
له دې نه چې راتېر شو، يو څو ملنګانو چې په دې ګرمۍ كې يې څو څو واسكټونه اغوستي وو احتجاجي نعرې يې وهلې، چې حكومت دې د رحمان بابا د مړينې ورځ عامه رخصتي اعلان كړي. دا خبره رښتيا هم د غور وړ وه؛ خو ددې ملنګانو نعرې چا اوريدې؟ كه علامه اقبال د اردو ژبې يو ملي شاعر و؛ نو رحمان بابا هم د پښتو ژبې يو ملي شاعر تېر شوى دى.
په دې وروستيو وختونو كې تر ټولو نوښتيزه چاره دا وشوه، چې د رحمان بابا بشپړ كليات په انګليسي ژبه وژباړل شو، مخكې تر دې په روسي او ځينو نورو ژبو هم ژباړل شوى و.
د مزار خوا ته هر ځاى مېلې جوړې وې، د مزار شاوخوا لنډى بازار جوړ شوى و. د هر چا په خوله به د رحمان بابا نوم او د هغه شعرونه وو، دې وخت كې ماته د ښاغلي حبيب الله رفيع هغه كيسه راپه ياد شوه، چې ويل يې:
"پښتانه په ډېرو خبرو كې اختلاف لري؛ خو په يوه خبره سره متفق دي، چې عبدالرحمن ته رحمان بابا وايي".
دلته يوه بله خبره د رحمان بابا په اړوند راياده شوه، وايي چې ستر ملي لارښود ميرويس نيكه د ګرګين د لښكرو پر ضد چې توره پورته كوله؛ نو د رحمان بابا په ديوان يې فال ونيوه او د همدې فال د تعبير له مخې يې ګام پورته كړ.
څو كاله وړاندې چې د رحمان بابا مزار له سره ترميم كېده، د دوى قبر يې هم لوڅ كړى و. مولانا صاحب بجلي ګر قسم كاوه، چې رحمان بابا ما په داسې حال كې وليده، چې د غسل اوبه يې لكه د سهار د شبنم د څاڅكو په څېر په ږيره كې ځلېدلې. تا به ويل كه همدا اوس دې په قبر كې ايښى دى. رښتيا هم د اولياوو كرامت حق دى او رحمان بابا يو ولي د خداى و.
قـــــــــــــــبر كه يې پرانيزې والله چې سلامت به وي
خاورې څه طاقت لري چې دا ككرۍ خاورې کړې.