دنفسياتي اوروحاني ناروغيودرملنه داسې وکړئ
       زموږپه ټولنه کې اکثره وګړي هغه دي،چې ژوندېې دپښېماني،نهيلي،خفګان اوزړه تنګون سره تړلی دی.هغوی ته داکاينات اودهرانسان ژونداودهريوشي راتلونکی توره شپه ښکاري.ماښام مهال چې دلمرزېړې وړانګې دچېنارونوله سرونوسره خدای پاماني کوي؛نوهغوی دمغرب دافق دشفق له زړه راښکونکورنګونوڅخه خوندونه نشي اخيستلای.هغوی صرف داګوري چې لمرسترګه پرېوتله اواوس به شپه خپل تورمخ راښکاره کړي.له دې څخه هغوی ژورخفګان اخلي.په اکثره خلکوپه ماښام مهال دنااميدي څپې راځي.هغوی دافکرنه کوي چې په هرې شپې پسې سباشته اودلمرسترګه چې ماښام ډوبيږي هغه سهاربېرته راختلای شي اوخپله رڼااورنګونه به دکايناتوپه هرڅيزباندې شيندي.
  نااميدي اوناکامي ځپلي خلک اکثره داسې وي چې ماښام مهال ډېرخوښ وي،دوی وايي چې ښه ده لمرسترګه پرېوتله اوترسهاره به اوده وي.چې سهارشي افسوس کوي چې اوهوشپه تېره شوه.دسهاردرڼاپه ليدلوډارپرې راشي اوځينې ېې داسې اختلاج قلب محسوسوي چې دهغوی دزغملو څخه دباندې وي.داپه اصل کې دوړکتوب اثرات دي چې په لاشعورذهن کې موجودوي.له مينې اوشفقت څخه محرومي اوځينې ناکامې غوښتنې په لاشعورذهن کې اوسيږي.
     زه پخواني اثرات اوداسې نورماضي ته وايم.ماضي له ذهن څخه وباسئ.دازماتجربه ده،چې کوم خلک خپل ذهن اوفکرله ماضي څخه ازادنکړي،په هغوی کې چې څومره  هم نفسياتي خرابي پېداکيږي،دهغې فقط يوه وجه ده چې هغوی په ماضي کې ژوندتېروي اوپه جسماني توګه په حال زمانه کې اوسي.پکارداسې ده چې ذهن دې له وجودسره وي.اوس داسې کيږي چې ذهن وجوددشالوري ته کشوي اووجودوړاندې نشي تللای.
     دذهن اووجودداشخړه په انسان کې دتېښتې روحيه پياوړې کوي،دايولاشعوري عمل دی چې انسان پرې نه پوهيږي.ددې په پای کې کوم کشمکش رولاړيږي دهغې له دوی سره هيڅ درملنه نشته.دتېښتې غوره والی انسان دلذت پرستي په طرف بيايي.هغه خوښي لاسته راوړل غواړي،په اصل کې هغه له دې ځايه په غطولاروځي.هغه جنسي لذت له غيرفطري لاروڅخه لاس ته راوړي.بداخلاقه ناولونه لولي اوتورفلمونه ګوري.دسګرټ څکونې عادي وي اوچرس ېې بياترهيرويينوپورې ورسوي.
      په دې کې چې کوم دنشې عادي نه وي هغوی له خپل وجودڅخه دخونداولذت اخيستولپاره غيرفطري لارې چارې غوره کوي.په تنهايي(يوازيتوب)کې په غليظوتصوراتوزړه ته هواورکوي.په دې شغل سره ددوی جسماني انرژي ضايع شي اودهغوی ځانګړتياوې کمزورې اوياهم ختمې شي.يوه لوري ته حقيقي ژونددی اوبل لوري ته تصورات.انسان ددې دواړوتر منځ لاس ترزنې ناست وي.
       نن سباچې زموږپه ټولنه کې دحېواني جذباتودپارېدنې سامانونه بيخي ډېردي،په همدې سبب اکثره خلک په ځانګړې توګه په ځوانانواونجونوجنسيت غالب شوی دی.ماته ويل شوي دي چې په شپه غاليو(ليليو)کې دامريکه اواروپادهيوادونوپه څېر جنسي ازادي په خوره تېزۍ سره مخ پروړاندې روانه ده.له دې تېزۍ سره نشه يي توکوته هم ډېرمقبوليت حاصيليږي.ددې حيوانيت عکس العمل ښودل شوی دی،په امريکه اوغربي هيوادونوکې خودمادرپادر(موروپلار)ازادي رامنځ ته شوې ده؛ليکن دخدای فضل دی چې دلته تراوسه داسې نشته.
                      تاسې بايدفکروکړئ
      تاسې پخپله دپوهېدنې زياروباسئ،چې ستاسې دنفسياتي ناروغيولامل څه دی؟ماناداچې تاسې ولې هروخت نااميده،خفه،نيم ژواندي اوشکسته يئ؟تاسې بايدپه ايماندارۍ سره فکروکړئ چې که ستاسې نفسياتي ياجسماني انرژي ضايع شوې وي؛نوددې دحل لياره شته.هغه داچې ستاسوپه ذهن کې چې کوم ترخه يادونه اوتصورات دي،هغه له ذهن څخه لرې کړئ.تاسوخپله نفسياتي څېړنه پخپله وکړئ.
     هغه وګړي چې خپل تصورات اوفکرونه ېې ترخپل ځان اوصحت پورې محدودکړي وي،دهغوی شخصيت سوځي،اوهغه کسان چې ځانونه غټ خلک بولي،په حقيقت کې هغوی دومره واړه دي،چې هيچاته هم نه ښکاري.هغوی توقع لري چې هرڅوک دې دهغوی سره همدردي اوتکلُف وکړي اودهغوی هره خبره دې ومني؛مګرهغوی ته هيڅوک هم دومره توجه نه ورکوي لکه يومېږتون ته.هغوی سوځي اولمبه کيږي.هرانسان هغوی ته بدښکاري،په هريوکس کې فرق ويني.هغوی په يوه نه يوه وهم کې خامخامبتلاوي.څوک چې خاندي،دوی ته غوسه ورځي،چې ګني په دوی پسې خاندي.هغوی په فکرونوکې هيروجوړشي،ددې سره ددوی يقين تردې بريده درسيږي،چې دبل کس ګوتنيونه خپله بې عزتي ګڼي.
                                         يوه خبره ومنئ
       ددې درملنه داده چې ښه ملګری پېداکړئ،له يوازې کېناستوڅخه ډډه وکړئ،زه پوهېږم چې تاسې ته داکارونه کول ډېرګران دي،بايدچې وېې کړئ.که تاسووپوښتئ چې ددې لاره څه ده؟زه داوايم چې دحل لارېې يوازې داده چې له خپله ځانه وځئ اوملګري پېداکړئ.ددې لپاره نه کوم درمل شته اونه هم تاويذونه.
                                    دملګري انتخاب
       په ملګرتياکې دانتخاب پابندي مه کوئ.دامه ګورئ چې فلانکی دملګرتياوړدی اوفلانکی ېې وړنه دی.ددې پيل داسې وکړئ چې په هررنګ مجلس کې کېنئ،هلته چې څه رنګ خبرې کيږي،تاسې هم همهغسې کوئ.که غېرسنجيده،بېکاره اوبېهوده خبرې کېدلې؛نوتاسې هم دهغوی په څېر خبرې کوئ؛لېکن ترژبې پورې محدودې.ددې اثرهيڅکله په ځان مه قبلوئ.داسې هيڅکله ونکړئ چې دې خلکوته تاسې دښوخبروبلنه ورکړئ،بحث مه ورسره کوئ.
          په کوم مجلس کې که ښې خبرې کېدې؛نودداسې خبروکولوکوښښ وکړئ چې يوڅه ځای ونيسي اوتاسې ته داعتراض ګوته ونه نېول شي،که په خبروکولوکې کومه ستونزه لرئ اوياموجرات کم وي؛نودنوروخبرې واورئ اوفکرورته وکړئ چې داخلک څرنګ خبرې کوي.که موخبره کوله اول ېې ښه دځان سره وتلئ اوبياېې نوروته وکړئ.په دې اړونديوعالم وايي چې(عقلمندله سوچ کولوڅخه دروسته خبرکوي اوبې وقوف له خبرې کولووروسته سوچ کوي.)
          لږنورهم وړاندې لاړشئ،په خپلوزړونوکې وبني نوع انسان محبت پېداکړئ.دايقين ترلاسه کړئ،چې ستاسوګېرچاپېره چې کوم خلک اوسي هغه که تاسې پېژنئ اويانه،له تاسونه زيات دهمدردي وړدي اوهغوی ته ستاسوله لوري دډېرې همدردي،عاطفې اومينې اړتياده.
           دژوندنصب العين داسې جوړکړئ چې دنورولپاره ژوندکول يوعظمت دی اودخپلې شپې اوورځې يوه يوه شېبه دنورولپاره په زړه پورې جوړه کړئ.زه تاسې ته يقين درکوم چې داژوند به ستاسودپاره دومره په زړه پورې شي،څه مهال چې لمرسترګه پرېوزي نوتاسې به افسوس کوئ چې اُف دادی نن ورځ هم تېره شوه.
          داپه نظرکې لرئ دنفسياتي علومولارښوونې داسې دي؛لکه وعظ،پنداونصيحت چې وي؛مګردادنفسياتي علومواصول دي،خپل ذهني تمايل اوخپل قول وفعل ددې اصولوپه سانچه کې واچوئ.دفلسفې اونفسياتوبنسټ اېښودونکيوارسطواواپلاتون خلکوته دااصول دعقېدې اوګروهې په ډول ورکړي وو،چې دانسان نصب العين اودژوندي اوسېدلومرام اومقصديوازې دبني نوع انسان خدمت اومحبت دی،ددې بدله څه ملاويږي؟_خدمت اومحبت.
          تاسومسلمانان يئ،داسلام بنسټيزه فلسفه خدمت اومحبت دی.په قران اواحاديثوکې وګورئ دايوازې دخدای پاک اونبي کريم(ص)حکم نه دی چې تاسې ددې مطابق عمل کوئ؛نوهغه بل جهان به ستاسې وي.چرته به چې حورې اوغلمان وي،خواږه شراب به وي او.....تاسې دخدمت خلق اودمحبت په بدله کې ترلاسه کېدونکې دانعمتونه وګورئ چې په دې دنياکې تاسې ته ترلاسه کيږي،ولې نه تاسې ته به داجهان جنت وي جنت.
         زه داخبره لږه نوره څېړم،مسلمانانوبه چې کوم ښارفتح کړ،دهغه ځای خلک به دمسلمانانوله ښې روېې،محبت اودخدمت خلق له جذبې څخه متاثره شول اوايمان به ېې راوړ.داخلک داسلام دښمنان وو.په دې خلکوکې چې چامذهبي امورپېژندل،هغوی داسلام بنسټيزارکان اوتعليمات وليدل اواسلام ېې قبول کړ.دلته يوه بله خبره چې بايدذکرېې کړم هغه داچې ماوليدل موږچې ځوانانوته دمذهب اوياداسلام په حوالې سره څه لارښوونې کوو؛نوهغوی ناامېده کيږي،ځينې خوېې وايي چې دنفسياتي نيمګړتياووله مذهب سره څه اړيکې دي.زه غواړم دوی پوی کړم.زموږدځوان کهول دځينونفسياتي نيمګړتياووسبب دادی چې هغوی له مذهب څخه منحرف شوي دي.داسې ولې شوي دي؟يوعلت ېې دادی چې اسلام دښمنه قوتونه ډېرفعال شوي دي،داچې اسلام ضدوعناصرودمادي لذتونوباران کړی دی اودوی ېې ځان ته ورمات کړي دي،په همدې خاطردوی ډېرژردهغوی هرامرته لبېک وايي.
         دويم علت ېې دادی،چې مولوي صاحبانوچې کومې چغې په لاوډسپيکروکې ددين متعلق خورې کړې دي،زموږځوان نسل ېې په شک کې اچولی دی.يوه مساله به دوی دومره درته ګرانه کړي،چې انسان بېخي له خوشبختي اوجنت څخه ناامېده کړي،په همدې سبب ګوروچې زموږډېرځوانان له خپل مذهب څخه بېزارشوي دي.
       يوه پوښتنه چې له مانه څوڅوځلې شوې ده هغه داچې:آياستاسوپه اسلام کې له لمونځ،روژې اوسزاګانوپرته نورهيڅ نشته؟)
         زه دوی ته وايم چې تاسې پوهېږئ چې اسلام څه دی؟غوره اخلاق،غوره ژوند،يووالی اومحبت.په عبادت اودعاګانوخوډېرټينګارکوم.دنفسياتي ناروغانولپاره خولمونځ اودعاترټولوغوره درملنه ده.دوړووړوملايانوپه خبرومه غلطېږئ.دغوبېچاره ګانوته معلومه نه ده چې داسلام بنسټيزتعليمات څه دي؟اوپه دې تعليماتوپه عمل کولوسره څه رنګ دنفسياتي اوروحاني انرژي خزانه ترلاسه کيږي.