ستاسې خيالات،جذبات اوراېې دچاپه لاس کې دي؟
حقيقت دادی چې موږخپل خيالات اوراېې خارجي اثراتوته سپارلي دي.په اکثره خلکوکې دخپل ځان په اړونددپرېکړې هيڅ ماده نه وي موجوده.دوی په خپل ځان کې داسې هيڅ صفت نه ويني،چې خپل ځان ته تسلي پرې ورکړي.ددې نيمګړتياووپايله داوي،چې هغوی داسې حکيمانو،کوډګرواورنځپوهانوته مخه کړي،چې کليوال ېې ورته صفت وکړي.هغوی اکثره داسې کس ته مشوره ورکوي،ددوی تشخيص واردواره وکړي،ورته وايي:ته فلانکي ملا،حکيم ياپيرۍ ته ورشه،خامخابه چاکوډې تاويذونه درباندې کړي وي.دنګ دې هم زيړدی،کمزوری هم ېې اوداسې نور.ياورته وايي:فلانکي حکيم ته ورشه داسې درمل به درکړي....فلانکی هم ورسره روغ شو.داسې کسان ددنيادرمل وخوري؛خوصحت ېې په ځای ددې چې ښه شي،نورې ناروغۍ هم ورسره پېداشي.
زموږپه ټولنه کې اکثره وګړي خبره پرته له مبالغې نه کوي.دهغوی په دې حکيمانودومره باوروي چې په پېغمبرېې نه وي.که تاسې هم داسې کوئ؛نوددې داماناده،چې تاسې هم خپلې پرېکړې پرنوروخلکودکولوعادي يئ.ياپه بله ماناخپل قسمت موپرنوروورسپارلی دی.داسې وګړي چې دنوروبې ځايه مشورې مني،دروبوټ(مشيني انسان)په څېروي.چې هيڅکله دسوچ اوفکرکولوځانګړتيانلري.
داسې کسان چې په کلونونه رغيږي،هغوی تردې ځايه ورسيږي،چې په خپل ځان،په الله اودالله تعالی په رسول(ص) هم بدګمانه شي.له خپل دين څخه بېزاره شي؛لېکن ددې سره هغوی دداسې پاروونکي احساس په غېږه کې هم ولويږي،چې له خدای تعالی اورسول(ص)څخه هم منکرشي،ماناداچې داسلام له چوکاټ څخه ووځي.ماداسې کسان په ژړاژړا ليدلي دي.
داسې ځوانان په روحاني توګه خدای پاک،نبي عليه السلام اوقرآن مني،داچې دوی له دين څخه بېزاره وي،داپه دوی کې نفسياتي کيفيت وي،چې مادرته بين کړ.
دې خلکوپه خپلوسوچونوخارجي اثرات غالب کړي دي،دااثرات دوی دزرپرستواوغولونکيورنځپوهانولورته بيايي؛مګرهرځای دوی ته له نااميدي څخه پرته هيڅ لاسته نه ورځي.په پای کې دوی له خدای پاک څخه بېزاره شي.
ماداسې ځوانان ليدلي دي،چې دخپلوجنسي کمزوريوله کبله له واده کولوڅخه يريږي.هغوی په خپلوځانونوکې ډېرې نيمګړتياوې ګوري،چې په دوی کې انجونې هم دي.
په حقايت ورځپاڼه يوه ليکنه راغلې وه،په هغې کې دامريکې دزړه دناروغيودرنځپوهانوپه حولې سره کښل شوي وو،چې دغوپوهانوله تجربوثابته کړې وه،چې دخدای پاک په عبادت اوذکرسره دزړه ناروغي له منځه ځي.دادهغه هېوادپوهان دي،چې داسلام له نوم څخه بېزاره دي.داتجربه زماهم ده اوزموږدطب اونفسياتوڅانګې هم داتجربې کړې دي.داچې غېرمذهبه خلک زموږپه احکاماتودومره باوري دي،موږبايدډېراحترام ورته ولرو.
لکه چې وړاندې مووويل تاسې بايدهره ورځ وختي پورته شئ اوورش وکړئ.دامهمه نه ده چې ستاسې عمرله پنځوسوکلونواوښتی دی.تاسې بدښکارئ چې منډې وهئ يالوبې کوئ.داهيڅ بده خبره نه ده.تاسې که په داسې هره ساحه کې شرم کوئ؛نوډېرې ستونزې به هم لرئ.پرته له دې قهوه چای کم څکئ.دنشه لرونکيوتوکوله کارولوڅخه ډډه وکړئ.دخپلې کورنئ اونوروخلکوسره داسې چلندوکړئ،چې خلک ووايي(فلانکی ډېرطبعتي ياخوش مزاجه سړی دی)که کومه پېښه رامنځ ته شوه؛نوتېښته مه کوئ.له حالاتوسره مسابقه وکړئ.له خپل ذات څخه دوتلوهڅه وکړئ اوخپل ځانونه حقيرمه ګڼئ.
آزادانه سوچ موبايدتوکومه بريده بېداروي؟
دامساله په ټولنه کې دټولولکه دځوانانو،دموروپلار؛بلکه دټولوقومونومساله ده؛خوپه ځانګړې توګه ترځوانانوپورې محدوده ده؛ځکه چې ځوانان دقوم اوملت مټې دي.دځوانانولپاره ذهنونه بدلول هيڅ ستونزمنه خبره نه ده.تاسې ته ماوړاندې ويلي دي،چې هرڅه دي په ذهن کې دي.تردې پورې چې ستاسې ځينې جسماني ناروغۍ جسماني نه دي؛بلکه ذهني دي.تاسوصرف دومره دردمحسوس کوئ،څومره موچې ذهن محسوس کوي.
هغه وګړي چې په کوچنيوالي کې له مينې،عاطفې اوشفقت څخه محروم شوي دي،يادهغوی موروپلاردهغوی لوري ته مشفقانه توجه نه ده ورکړې،هغوی په لاشعوري توګه دمينې اوشفقت په لټون دي.ددوی ذهنونه هرومرويوه مضره ناروغي پېداکوي.په دې موخه چې دکورنۍ غړي ددوی لورته توجه وکړې.کېدای شي چې په وخت سره داناروغي جسماني صورت غوره کړي.
تاسې دذهن اومغزوپه منځ کې فرق وپېژنۍ.ذهن دوجودبرخه نه ده؛لکه سر،مټ،خېټه اونور،ذهن دنفسياتي مشينري يوه برخه ده.ماغزه دوجوديوه برخه ده.دادسردکاسې دننه وي،چې دماغ هم ورته ويل کيږي.دې ته که چېرې وينه په سمه توګه ونه رسيږي؛نوددې په کارکې خلل رامېنځ ته کيږي.که چېرې مو سرټپي شي؛نوپه دماغواثرکوي،چې ځېنې وخت انسان بې سده کيږي؛ليکن ذهن نه بې سده کيږي.ماغزه چې څومره په ژورخوب اوده کيږي،همدغومره زيات بېدارهم وي.تاسې چې کوم خوبونه وينئ،دادذهن دبېداري دليل دی.داويل بې ځايه نه دي چې ذهن ماغزه خرابوي.ماناداچې ماغزه چې څه کوي هغه بايددذهن تابع وي.ددې ټولوخبرونه مې مطلب داووچې تاسوپه خپلومغزوهيڅ سوچ نه دی کړی.خپل ماغزه موپه ازادانه توګه نه دي کارولي؛بلکه چې په دې کې کومې محرومۍ،ناکامۍ اوتعصبات دي،ددې پربناء موسوچ کړی دی.
په موږ کې داسې خلک ډېردي،چې دخپلې خلاف هيڅ خبره نه مني.هغوی دعوه کوي ددی راېې حرف آخردی.داسې خلک په اصل کې په احساس کمتري کې راښکېل دي.په اصل کې دوی دخپلې راېې څخه نه ؛بلکه پهﻻشعوري توګه دخپل ذلت اوخپل وقار(عزت)څخه دفاع کوي.دصحيح استدلال په تسليم کولوکې هم دوی دخپلوځانونوبې عزتي ګڼي.
ددې پايله داده،چې ستاسې خپل ذهنونه ستاسې دخپلونيمګړتياووپه وجه په آزادانه توګه سوچ نشي کولای.که چېرې تاسې دصحيح سوچ اوراېې غوښتونکي يئ؛نوپه خپلې راېې تنقيداوګوت نيونه ومنئ.دنورودليلونوته توجه ورکړئ.که چېرې په هغوی کې وزن اوپوهه وي ؛نوضرورېې قبول کړئ.
هرانسان يونه يوانسان يومثالي انسان بولي؛اګرکه هغه انسان په حقيقت کې دومره نه وي؛خوبياېې هم هره خبره مني اوراېې ېې مستندې بولي.که چېرې له يوه ياله ډېروداسې کسانوڅخه متاثره ياستئ؛نوله دې عادت څخه ځانونه وژغورئ.
دازادانه سوچ لپاره داهم اړينه ده،چې يوخومطالعه پراخه کړئ،اخبارونه اومجلې ولولئ،دويم داچې له ښوخلکوسره ناسته پاسته کوئ.دهغوی دلايل په غورسره اورئ.تاسې به وګورئ چې دهرچانظربه سره څه ناڅه توپيرلري.تاسې که داسې بنډارونوکې ناسته وکړئ؛نوډېرڅه به ترلاسه کړئ.ستاسې سوچونه بايدصحت منداوتعميري وي.له غوسې،انتقامي جذبې اوکينې څخه بايدپاک وي.له دې سره سره له فحاشي څخه لرې ګرځئ؛ځکه چې داهغه خوږه دي،چې ستاسې جسماني انرژي خوري.
له خپل مذهب اوعبادت يعنې لمونځ اوتلاوت قران څخه تېښته مه کوئ،په دې لارې به تاسې ته روحاني نجات درکړای شي.پرضميربه موپېټی نه وي.خدای پاک له تاسې سره دی،تاسې هم له خدای سره شئ.خدای پاک تاسې نه نهيلي کوي.